دنړۍ پای (۵۶مه برخه) – دمهدی په هکله نور معلومات –

(۶) حضرت ابو سعيد خدري  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

منا الذي يصلی عيسی ابن مريم خلفه.

ژباړه :

د کوم امام په امامت کې چې حضرت عيسی  علیه السلام لمونځ اداء کړي هغه به له مونږ څخه وي ([1]).

دلته مقصود له کلام څخه دا ده چې امام مهدي به لمونځ ورکړي او په مقتديانو کې به حضرت عيسی  علیه السلام هم شامل وي.

(۷) حضرت عبد الله بن مسعود  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

لو لم يبق من الدنيا إلا يوم لطول الله ذلك اليوم حتى يبعث فيه رجلا مني ” أو ” من أهل بيتي يواطىء اسمه اسمي واسم أبيه اسم أبي ([2]).

ژباړه :

که چيرته د دنيا د بقا يوه ورځ هم پاتې شي نو الله تعالی به دغه ورځ لويه کړي تر دې چې په هغې کې به الله تعالی يو داسې سړی مبعوث کړي کوم به چې له مونږ څخه وي، يا يې داسې وفرمايل: کوم به چې زمونږ له اهل بيت څخه وي، د هغه نام به زما له نام سره او د هغه د والد نام به زما د والد له نام سره يو شانته وي.

د هغه نام به (محمد بن عبد الله) وي، په دغه حديث کې د شيعه ګانو په موقف باندې ښکاره رد دی، ځکه چې د هغوی دعوه دا ده چې د مهدي نوم به محمد بن حسن عسکري وي، د (يبعث) معنا دا ده چې الله تعالی به هغه ظاهر کړي.

د دغه حديث د يوه بل راوي (فطر) په حديث کې دا الفاظ زيات دي:

لو لم يبق من الدهر إلا يوم لبعث الله رجلا من أهل بيتي يملؤها عدلا كما ملئت جورا ([3]).

ژباړه :

 که چيرته د دنيا يوه ورځ باقي پاتې شي نو په دغه ورځ کې به الله تعالی زما له اهل بيت څخه يو کس ظاهر کړي کوم به چې زمکه داسې له عدل او انصاف څخه ډکه کړي لکه څنګه چې د مخه له ظلم او ستم څخه ډکه کړی شوې وي.

او د يوه بل روايت الفاظ داسې دي:

لا تذهب أو لاتنقضي الدنيا حتى يملك العرب رجل من أهل بيتي يواطىء اسمه اسمي ([4]).

ژباړه :

 دنيا تر هغه وخته نه ختميږي تر څو چې زما له اهل بيت څخه يو کس د عربو واکمن جوړ نشي، د هغه نام به زما د نام په څير وي.

د (حتی يملک العرب) معنا دا ده چې هغه به د عامو مسلمانانو بادشاه وي، خواه هغه عرب وي که عجم.

دلته خاص د عربو ذکر له دې امله شوی چې د هغه د حکومت اغاز به له عربو څخه وي، هغه به په مکه او مدينه کې ښکاره کيږي، هلته به عرب د هغه اتباع کوي او بيا به نور ټول مسلمانان د هغه اتباع وکړي.

په يوه اعتبار سره هر هغه چا ته عرب ويل کيږي کوم چې د قرآن کريم تلاوت کوي او په عربي ژبه پوهيږي ([5]).

(۸) حضرت زر بن عبد الله  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

لاتقوم الساعة حتی يلی رجل من اهل بيتي يواطئ اسمه اسمي ([6]).

ژباړه : قيامت به تر هغه وخته قايم نشي تر څو چې زما له اهل بيت څخه يو کس والي جوړ نشي، کوم به چې زما هم نامی وي.

(۹) حضرت علي بن ابي طالب  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

لو لم يبق من الدهر إلا يوم لبعث الله رجلا من أهل بيتي يملؤها عدلا كما ملئت جورا ([7]).

ژباړه : که چيرته د دنيا څخه باقي پاته نشي مګر يوه ورځ نو په دغه ورځ کې به الله تعالی زما له اهل بيت څخه يو کس ظاهر کړي کوم به چې زمکه داسې له عدل او انصاف څخه ډکه کړي لکه څنګه چې د مخه له ظلم او ستم څخه ډکه کړی شوې وي.

او د يوه بل روايت الفاظ داسې دي:

لو لم يبق من الدنيا الا يوم لبعث الله رجلا منا يملوها عدلا کما ملئت جوراً ([8]).

ژباړه :

 که چيرته د دنيا يوه ورځ هم باقي پاتې شي نو په هغې کې به الله تعالی له مونږ څخه يو شخص ظاهر کړي کوم به چې زمکه داسې له عدل څخه ډکه کړي لکه څنګه چې د مخه له ظلم او ستم څخه ډکه کړی شوې وي.

دا ټول حديثونه د محمد بن عبد الله مهدي په باره کې ډير واضح دليلونه دي، په دغو احاديثو کې د هغه د نوم او صفاتو ذکر هم موجود دی.

هغه حديثونه کوم چې د مهدي په باره کې احتمالي دي

(۱۰) حضرت جابر بن عبد الله  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

يوشك أهل العراق ألا يجيء إليهم قفيز ولا درهم قلنا من أين ذاك ؟ قال من قبل العجم يمنعون ذاك ([9]).

ژباړه : نږدې ده چې د عراق خلکو ته به د غلې او نقدو راتلل بند شي، مونږ پوښتنه وکړه: دا به د چا لخوا وي؟ رسول الله   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: دا پابندي به د عجمو له لوري وي، هغه به دوی له دې څخه محروم کړي.

(قفيز) نن ورځ په عربو کې کيلو او ټن دی، (درهم) د سپينو هغه سکه ده کومه چې په مخکنيو زمانو کې رواج وه، (من قبل العجم) د عجم لفظ اطلاق په هغو خلکو باندې کيږي کوم چې عرب نه وي، خواه هغوی عربي ژبه ويلای شي او که نه.

بيا نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل:

يوشك أهل الشام أن لا يجبى إليهم دينار ولا مدي قلنا من أين ذاك ؟ قال من قبل الروم ([10]).

ژباړه : نږدې ده چې د شام خلکو ته به د غلې او دينارو راتلل بند شي، مونږ پوښتنه وکړه : دا به د چا له لوري وي؟ نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: دا به د روميانو له لوري وي.

(دينار) د سرو يو سکه ده، بيا له يو څه وخت خاموشي څخه وروسته نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل:

يكون في آخر أمتي خليفة يحثي المال حثيا لا يعده عددا ([11]).

ژباړه :

 زما د امت په آخره زمانه کې به يو خليفه داسې وي کوم به چې په ډکو ډکو جوليو له شمار (حساب) پرته مال ورکوي.

د حديث راوي جرير ويلي: ما ابو نظره او ابو العلاء ته وويل: د ستاسو څه خيال دی، آيا هغه خليفه عمر بن عبد العزير نه دی؟ هغوی وويل: نه.

د تيرو حديثونو په رڼا کې دغه خليفه مهدي دی، چونکه د هغه په زمانه کې به د غنيمت مالونه او فتوحات ډير وي، هغه به ډير زيات سخي وي او خلکو ته به د هر رنګه نيکيو په رسولو کې هيڅ سرفه نکوي.

(۱۱) ام المؤمنين حضرت عائشة رضی الله عنها بيان کوي چې يوه شپه نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  ويده وو چې په خوب کې د هغه بدن يو څه حرکت وکړ، ما عرض وکړ: د الله رسوله   صلی الله علیه وسلم  ! تا خو نن په خوب کې داسې څه وکړل چې پخوا دې نه وو کړي؟ نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : ما يوه عجيبه معامله وليدله: زما د امت يو څه خلک د کعبې په لور روان وو، هغوی د قريشو د يوه کس وژل غوښتل کوم چې په کعبه کې پناه اخيستې وه، کله چې هغوی په يوه خلاصه صحراء کې وو نو هغوی ټول په زمکه کې د ننه کړی شول، يعنې زمکه وچاودله او هغوی يې خپلې خيټې ته ور دننه کړل، ما عرض وکړ: د الله رسوله ! په لاره کې خو هر رنګه خلک جمع کيږي، نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل :

نعم فيهم المستبصر والمجبور وابن السبيل يهلكون مهلكا واحدا ويصدرون مصادر شتى يبعثهم الله على نياتهم ([12]).

ژباړه : هو ! په هغوی کې به د سفر په مقصد ښه پوهيدونکي، مجبور کړی شوي او مسافر ټول وي، مګر دا ټول خلک به په يوه وار هلاک کړی شي، البته د قيامت په ورځ به هر يو الله تعالی د هغه د نيت مطابق را پورته کړي.

(المستبصر) داسې سړی کوم چې د خپل سفر مقصد په ښه ډول پيژني، (المجبور) داسې سړی کوم چې له خپلې رضا پرته مجبور کړی شوی وي.

مقصود له دې کلام څخه دا ده چې د دغه لښکر ټول افراد به په يوه وخت هلاک کړی شي او دا ټول به يو ځای په زمکه کې ننه باسل شي، هو ! د قيامت په ورځ به د الله تعالی په نزد د هغوی ځايونه او احوال مختلف وي، په هغوی کې به ځينې خلک د خپلو اعمالو او نيتونو مطابق جنت ته داخل کړی شي او څه خلک به جهنم ته وليږل شي.

(۱۲) حضرت ابو هريرة  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

يبايع لرجل بين الركن والمقام ولن يستحل البيت الا أهله فإذا استحلوه فلا تسأل عن هلكة العرب ثم تجيء الحبشة فيخربونه خرابا لا يعمر بعده أبدا هم الذين يستخرجون كنزه ([13]).

ژباړه :  يوه سړي سره به د حجر اسود او مقام ابراهيم تر مينځ بيعت کيږي، د دغه کور حرمت به د هغه ځای اوسيدونکي پايمال کړي او کله چې د دغه کور حرمت پايمال کړل شي نو بيا د عربو د هلاکت او بربادي پوښتنه مه کوی، بيا به حبشي راشي کوم به چې کعبه تباه او برباده کړي او د هغه له تباهي وروسته به الله تعالی دغه کور کله هم اباد نکړي، داسې خلک به وي کوم به چې د هغې خزانې هم را وباسي.

(۱۳) حضرت ابو هريرة  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

کيف انتم اذا نزل ابن مريم فيکم وامامکم منکم ([14]).

ژباړه : تاسو به په هغه وخت کې په څه حال کې ياست کله چې په تاسو کې ابن مريم نازل کړل شي او دستاسو امام له ستاسو څخه وي.

دلته له امام څخه مراد مهدي محمد بن عبد الله دی او په دې سلسله کې واضح دليل د حضرت جابر  رضی الله عنه  هغه حديث دی کوم چې په علامه نمبر : ۵ کې بيان کړی شو.

(۱۴) حضرت جابر بن عبد الله  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

لا تزال طائفة من أمتي يقاتلون على الحق ظاهرين إلى يوم القيامة قال فينزل عيسى بن مريم عليه السلام فيقول أميرهم تعال صل بنا فيقول لا إن بعضكم على بعض أمير ليكرم الله هذه الأمة ([15]).

ژباړه : د قيامت تر قايميدو پورې به زما په امت کې يوه ډله د حق لپاره جنګيږي او په دښمن به غالبه شي، بيا به حضرت عيسی  علیه السلام را نازل شي نو د مسلمانانو امير (مهدي) به ووايي: تشريف راوړه او مونږ ته د لمانځه امامت وکړه، عيسی  علیه السلام به ووايي: نه ! په تاسو کې ځينې د ځينو لپاره امراء دي، الله تعالی دغه امت ته دا عزت ورکړی ([16]).

فايده : د حضرت عيسی  علیه السلام د امام مهدي شا ته د لمونځ کولو مطلب هيڅ کله دا نه دی چې مهدي به له حضرت عيسی  علیه السلام څخه بهتر وي، نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  هم د ناجوړتيا په آخيرو شپو کې په حضرت ابو بکر صديق  رضی الله عنه  پسې تر شا لمونځ کړی او د حضرت عبد الرحمن بن عوف  رضی الله عنه  په امامت کې هم هغه   صلی الله علیه وسلم  يو ځلې لمونځ اداء کړی ([17]) عيسی  علیه السلام به له دې امله په مهدي پسې تر شا لمونځ وکړي چې ټولو خلکو ته دا ښکاره کړي چې هغه د حضرت محمد   صلی الله علیه وسلم  په تابعداري کې تشريف راوړی او هغه د شريعت مطابق فيصلې کوي، وروسته به مهدي په حضرت عيسی علیه السلام پسې اقتداء وکړي او د هغه په لښکر کې به د يوه سپاهي په حيث خدمت انجاموي.

(۱۵) حضرت جابر بن سمره  رضی الله عنه  بيان کوي: زه له خپل والد (پلار) سره يو ځای د حضور   صلی الله علیه وسلم  په خدمت کې حاضر شوم نو ما له رسول الله   صلی الله علیه وسلم  څخه واوريدل چې فرمايل يې:

إن هذا الأمر لا ينقضي حتى يمضي فيهم اثنا عشر خليفة ) قال ثم تكلم بكلام خفي علي قال فقلت لأبي ما قال؟ قال كلهم من قريش ([18]).

ژباړه : دا کار تر هغه وخته پورې نه ختميږي تر څو چې په هغوی کې دولس خليفه ګان تير نشي، جابر  رضی الله عنه  وايي: بيا نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  څه وويل خو ما وا نه آوريدل، ما له خپل پلار څخه وپوښتل: نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  څه وويل؟ هغه راته وويل: نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  وويل: ټول خليفه ګان به له قريشو څخه وي.

علامه ابن کثير   رحمه الله د دغه حديث په تشريح کې فرمايي:

دا حديث د دې خبرې دليل دی چې په امت کې به دولس عادل خليفه ګان ضرور وي، مګر خيال کوی چې له دې څخه د شيعه ګانو دولس خليفه ګان هيڅ کله مراد نه دي، له دې امله چې په هغوی کې به اکثرو ته په حکومت کې د راتلو موقع په لاس ور نشي، دا ټول خليفه ګان به له قريشو وي،واکمن به وي او عادل به وي.

(۱۶) ام المؤمنين حفصه رضی الله عنها بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

ليؤمن هذا البيت جيش يغزونه حتى إذا كانوا ببيداء من الأرض يخسف بأوسطهم وينادي أولهم آخرهم ثم يخسف بهم فلا يبقى إلا الشريد الذي يخبر عنهم ([19]).

ژباړه : يو لښکر به د جنګ له ارادې سره دغه کور ته قصد وکړي حتی چې کله هغه په يوه خلاصه صحراء کې وي نو د هغوی د مينځ خلک به په زمکه کې ننه باسل شي، د هغوی د سر خلک به آخيرنيو خلکو ته نعرې وهي، بيا به دوی ټول يو ځای په زمکه کې ننه باسل شي تر دې چې يو کس به هم بچ پاتې نشي، پرته له هغه تښتيدونکي کوم به چې د دوی په باره کې خلک را خبر کړي.

(الشريد) يعنې په دغه لښکر کې به يواځې يو سړی په زمکه کې له ننوتو بچ پاتې شي او هغه به نور خلک د دغه لښکر په باره کې خبر کړي.

(۱۷) ام المؤمنين حضرت ام سلمه رضی الله عنها بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي: يو خليفه به د مرګ په وخت کې په امت کې اختلاف پيدا کړي، په دغه موقع به يو سړی د فتنې له ويرې له مدينې څخه وتښتي او مکې مکرمې ته به ورسيږي، د مکې مکرمې يو شمير خلک به راشي او دې کس ته به له مکې څخه د وتو خبر وکړي مګر هغه به امارت ناپسند کړي، خلک به د حجر اسود او مقام ابراهيم تر مينځ له هغه سره بيعت وکړي، د ده په خلاف به د جنګ لپاره يو لښکر د شام له لوري راشي، دغه لښکر چې کله د مدينې منورې او مکې مکرمې په مينځ کې په يوه صحراء کې وي نو هغه به په زمکه کې ننه باسل شي، کله چې خلک د دغه لښکر دا حشر وويني نو د شام اولياء کرام، عبادت کوونکي خلک او د عراق منتخب او نيک خلک به د هغه په خدمت کې حاضر شي او د حجر اسود او مقام ابراهيم تر مينځ به له هغه سره بيعت کوي، بيا به له قريشو څخه يو سړی کوم به چې د بنو کلب خواخوږی وي د مهدي په خلاف را پورته شي، هغه به د مهدي د حاميانو لور ته يو لښکر وليږي مګر د مهدي ملګري به په هغوی برلاسي شي، دا به د بنو کلب لښکر وي، کوم کس چې د بنو کلب د غنيمت مالونو د تقسيم په وخت کې حاضر نه وي هغه به په تاوان کې وي، هغه مال به مهدي تقسيموي او له خلکو سره به د خپل نبي   صلی الله علیه وسلم  د سنتو مطابق معامله کوي، په دغه وخت کې به اسلام په زمکه کې مضبوطوالی او استقرار تر لاسه کړي، د هغه حکومت به اوه کاله وي، بيا به هغه وفات شي او مسلمانان به د هغه د جنازې لمونځ اداء کړي او د يوه روايت مطابق هغه به تر نهو کلونو پورې وي ([20]).

د مهدي په باره کې احاديث ثابت دي، په هغوی کې هيڅ رنګه شک او شبه نشته، د دغو حديثونو د روايت کوونکو صحابه ؤ شمير ديرش دی، ائمه حديث او مصنفينو په خپلو سننو او مسانيدو کې ذکر کړي دي، علماؤ په دغو حديثونو سره استدلال کړی حتی چې د اهل سنت په عقايدو کې د مهدي ظهور يو متفق عليه امر دی، د ائمه حديث يوې ډلې د مهدي متعلق احاديثو په باره کې ذکر کړي دي چې دا متواتر دي، لکه چې سفاريني په (لوامع الانوار البهية : ۲/ ۸۰) کې، امام شوکاني د (الاذاعة لاشراط الساعة) په صفحه (۱۱۴) کې او نواب صديق حسن خان د (الازاعة په ۱۱۵) صفحه کې ذکر کړي.

[1]  –  رواه ابو نعيم في کتاب المهدي، وذکره المناوي في فيض القدير:۶/ ۴۸۶.

[2]  – سنن ابي داؤد، المهدي، حديث : ۲۲۸۲، وهو صحيح.

[3]  – سنن ابي داؤد، المهدي، حديث : ۲۲۸۳.

[4]  – سنن ابي داؤد، الفتن، حديث : ۲۲۸۲، وهو حديث حسن صحيح، وانظر: تحفة الاحوذي :۶/ ۴۸۶.

[5]  – مرقاة المفاتيح شرح مشکوة المصابيح :۵/ ۱۷۹.

[6]  – مسند احمد :۱/ ۳۷۶، بسند صحيح.

[7]  – سنن ابي داؤد، المهدي، حديث : ۲۲۸۳، وسنده قوي.

[8]  – مسند احمد :۱/ ۹۹.

[9] – صحيح مسلم، الفتن، حديث : ۲۹۱۳.

[10]  – صحيح مسلم، الفتن، حديث : ۲۹۱۳.

[11]  – صحيح مسلم، الفتن، حديث ۲۹۱۳.

[12]  – صحيح مسلم، الفتن، حديث : ۲۹۸۴.

[13]  – مسند احمد :۲/ ۳۱۲، بسند صحيح، د بيت الله د حلالولو بيان او د کعبې د ورانولو واقعه مخکې بيان شوه، وګورئ علامه نمبر: ۱۲۶.

[14]  – صحيح البخاري، احاديث الانبياء، حديث : ۳۴۴۹، وصحيح مسلم، الايمان، حديث : ۱۵۵.

[15]  – مسند احمد : ۳/ ۳۴۵، وصحيح مسلم، الايمان، حديث : ۱۵۸.

[16]  – الله تعالی امت محدي ته دا عزت ورکړی چې حضرت عيسی  به د دغه امت په يوه فرد پسې تر شا لمونځ اداء کړي.

[17]  – رواه الشافعي في مسنده، وصحيح مسلم، الطهارة، حديث : ۲۷۴.

[18]  – صحيح مسلم، الامارة، حديث : ۱۸۲۱.

[19]  – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۸۸۳.

[20]  – سنن ابي داؤد، الملاحم، حديث : ۴۲۸۶، بسند لاباس به، وتدعمه الکثير من الاحاديث الصحيحة الاخری.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button