پروان کې طالبانو د فندقستان درې ستراتیژیکه سیمه نیولې

وسله والو طالبانو له سختو جګړو وروسته نن د پروان ولایت سیاه ګرد ولسوالۍ د سردرې مربوط فندقستان ستراتیژیکه دره ونیوله.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه لېږل شوې خبر پاڼه کې ویلي چې د تیرې جمعې له ورځې راهیسې د سیاه ګرد ولسوالۍ اړوند بېلابېلو سیمو (سردره، یخ دره، سیدان دره) باندې دوی پراخ تعرضي عملیات پیل کړل. مجاهد وايي، چې د بریدونو په پایله کې د سردرې مربوط فندقستان دره په بشپړه توګه د دولتي سرتېرو او اربکیانو له شتونه پاکه شوې ده.
ذبیح الله مجاهد وايي، دغه دره، چې نژدې ۳۰ کلي په کې آباد دي، خورا استراتیژیک موقعیت لري، له همدې کبله افغان ځواکونو ډېره هڅه کوله چې سیمه طالبان ونه نیسي. د فندقستان دره د کابل له شمالي ولسوالیوسره پوله لري چې په نیول کېدو سره یې د طالبانو د تګ راتګ او فعالیت ساحې نورې هم پراخېږي.
که څه هم چارواکو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي خو طالبان وايي، چې په دې دره کې یې دوه لوی مرکزونه او ۱۵ مهمي پوستې نیولې دي. طالبان همداراز وايي، په جګړه کې ۲۰ تنه پولیسو او اربکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، ۷ ټانګونه، ۱ رینجر موټر ویجاړ شوي، ۵ موټرسایکلونه، زیاته اندازه سپکي او درنې وسلې، ۴ موټره ډول ډول مهمات، ۳۰۰ چانټې او نظامي توکي د دوی لاس ته ورغلي دي.
بل خوا، د پروان ولایتي شورا غړي وايي که سیاه ګرد ولسوالۍ ته کومکي ځواکونه ونه لېږل شي دا ولسوالي به سقوط وکړي.
د پروان د ولایتي شورا یوه غړي عبدالرحمن احمدي نن سهار رسنیو ته ویلي و چې سیاه ګرد کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ سختې جګړې روانې دي او طالبانو ځیني غرني کلي او مهم ځایونه نیولي دي. د نوموړي په خبره، که ژر مرسته ونه رسېږي، دا ولسوالي به طالبان ونیسي.



