اسپانيا کې سلګونه کسان ټپيان شوي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۰): په اسپانيا کې سلګونه کسان وروسته له هغې ټپيان شول، چې د دغه هېواد کاتالونيا ايالت کورواک حکومت له اسپانيې څخه د بيلتون په موخه د ټولپوښتنې لپاره صندقونه کېښودل.
که څه هم اسپانيې حکومت دغه ټولپوښتنه ناقانونه وبلله او د مخنيوي لپاره يې سلګونه پوليس وګمارل ترڅو د رايې ورکونې له مرکزونو صندقونه راټول کړي، خو په پايله کې يې د ازادۍ غوښتونکو او پوليسو تر منځ شخړه رامنځته شوه، چې په ترڅ کې يې شاوخوا ۷۵۰ کسان ټپيان شوي دي.
د دغه ايالت د بارسلونا ښاروالې ادا کولاو ويلي، چې د پوليسو او ازادۍ غوښتونکو تر منځ په اخ وډب کې ۴۶۰ کسان ژوبل دي، خو د بېړنیو خدماتومسئولينو تېره شپه ناوخته د ټپيانو شمېره زياته اعلان کړه او په وينا يې، چې ۷۶۱ کسان د نظرپوښتنې پر مهال ټپيان شوي دي.
دغه راز د اسپانیې د کورنیو چارو وزارت ویلي، په دې نښتو کې ۱۲ تنه پولیس هم ټپیان دي.
د پوليسو له لوري د لسګونو مرکزونو د تړلو باوجود په کاتالونيا ايالت کې ميليونونه خلکو د خپلواکۍ لپاره رايه ورکړه، چې د محلي چارواکو په وينا ډيری خلکو د ازادۍ لپاره خپل نظر ورکړی دی.
د دغه ايالت د کورواک حکومت وياند جورډي تورول پرون ناوخته وويل، چې شاوخوا ۲.۰۲ ملیونه خلکو د بیلتون په حق کې رایه ورکړه.
کاتالونیا د اسپانیې په ختیځ کې فرانسې ته نېږدې پروت دی چې څلور ولایتونه لري او مرکز یې د بارسلونا ښار دی.



