د امريکا يوې جنګي الوتکې سقوط کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۰): د ورکړل شويو راپورونو پر اساس د امريکا متحده ايالاتو په تنسي ايالت کې يوې اف ۱۶ جنګي الوتکې سقوط کړی، چې په پايله کې يې دوه پيلوټان وژل شوي دي.

د امريکا د هوايي ځواکونو مسئولينو دغه پېښه تائيد کړې او ويلي يې دي چې ياده الوتکه د اريزونا ايالت د ملي ګارد اړوند وه چې په تنسي ايالت کې د نا معلوم لامل له امله لوېدلې ده.

ځايي چارواکو ويلي، چې څېړنې يې پيل کړي ترڅو د الوتکې د سقوط لامل معلوم کړي.

په دې پېښه کې د نورو کسانو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويل شوي.

امريکايي رسنۍ وايي، ياده الوتکه د تنسي ايالت ختيځ لوري ته غورځېدلې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button