د الفلاح پوهنتون محصلين: د ذهني ناروغۍسره لاس او ګريوان يو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۱): د الفلاح پوهنتون محصلين وايي، چې شاوخوا دوه اوونۍ کېږي په دغه پوهنتون کې يې امتحان ورکړی خو پايلې يې نه اعلانېږي.
د دغه پوهنتون يو تن محصل عبدالله کابل ټکی کام ته وويل، چې (زه د الفلاح پوهنتون محصل يم، دوه اوونۍ کېږي چې امتحان مو ورکړی خو نتايج يې لا هم نه دي اعلان کړي) هغه وايي چې د دغه پوهنتون د امتحان نمبرې په خپل وخت نه ښودل کې او ډېرې زياتې ځنډول کېږي.
نوموړی وايي، چې د نمبرو د ځنډولو له کبله له ذهني ناروغۍ سره لاس او ګريوان دی او د دغه پوهنتون له چارواکو يې غوښتنه وکړه چې ژرترژره دې د امتحان پايلې اعلان کړي.
د الفلاح پوهنتون په ننګرهار ولايت کې خصوصي پوهنتون دی چې پنځه پوهنځي لري.
کوښښ مو وکړ چې د دغه پوهنتون د چارواکو نظر هم واخلو خو بريالي نه شو.



