امريکايي چارواکو د روسيې په قنصلګرۍ چاپه اچولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۱): د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې امريکايي نظامي کسانو د امريکا په سن فرانسسکو ايالت کې د دوی پر قونصلګرۍ چاپه اچولې او پلټنې يې کړي دي.
د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امريکايي چارواکو لومړی په نوموړي ايالت کې د دوی د قونصلګرۍ دروازې ماتې کړي او د دوی د خبرداري ورکولو سربيره يې په زور سره په ودانۍ کې هرڅه پلټلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې امريکايي چارواکو دغه پلټنې په ناقانونه توګه ترسره کړي او زياتوي چې دغه ډول کړنې او بد چلند له روسيې سره د امريکا دښمني په ډاګه کوي.
د سرچينې په وينا، په سن فرانسسکو کې د روسيې د قونصلګرۍ ودانۍ اوس هم د امريکايي چارواکو په ولکه کې ده.
بايد وويل شي، چې امريکا د تېر کال له ستمبر مياشتې راهيسې په متحده ايالاتو کې د روسيې په پنځو ديپلوماتيکو ودانيو خپله ولکه لګولې، چې وروستۍ يې په نوموړي ايالت کې د روسيې قونصلګرۍ وه.
روسيې د امريکا د دغه ډول چلند په غبرګون کې ويلي، چې روسيه به يې هم متقابل ځواب ورکړي، خو تر دې دمه يې هيڅ ډول اقدام نه دی کړی.



