طالبان: سپين ږيري دې راشي، وژل شوي عسکر دې خپلوانو ته يوسي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۱): له تېرو څو ورځو راهيسې د روزګان ولايت په چورې ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي، چې دواړه غاړې يوبل ته د تلفاتو اړولو ادعاګانې کوي.
طالبان وايي، وړمه شپه يې د ولسوالۍ بازار ته څېرمه د دولتي ځواکونو په درېيم کمربند برید وکړ، چې په پايله کې يې پنځه پوستې، يوه قرارګاه ونيوله او د نيازو پراخه سيمه يې تر خپلې ولکې لاندې راوستله.
دغه راز د طالبانو له لوري رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی پلويانو د تېرو درې ورځو راهيسې له دولتي ځواکونو لس پوستې، يوه قرارګاه او په زياته اندازه وسلې او نور پوځي توکي هم نيولي دي.
له بله پلوه د ارزګان امنیتي چارواکي وايي، چې تېره شپه د چورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو پر مهال ۳۰ طالبان وژل شوي او پنځلس تنه نور ټپيان دي.
طالبانو د چارواکو د يادو ادعاګانو په اړه څه نه دي ويلي، خو وياند يې ذبيح الله مجاهد تازه په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي، چې په (چورې ولسوالۍ کې وژل شوي عسکر لا هم د جګړې په ډګر پراته دي).
نوموړی زياتوي، چې قومي سپين ږيرو ته اجازه ورکوو چې راشي او د وژل شويو عسکرو جسدونه خپلو خپلوانو ته وسپاري.
د چورې ولسوالۍ يوې سيمه ييزې امنيتې سرچينې کابل ټکی کام ته د عسکرو وژل کېدل تائيد کړل، خو د کره شميرو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.
د چورې ولسوال امين الله خاليقي هم مني چې وسله والو طالبانو د يادې ولسوالۍ په امنيتي پوستو بریدونه کړي، خو پکې د وژل شويو عسکرو او د طالبانو له لوري د نيول شويو پوستو په اړه يې څه نه دي ويلي.



