کابل ټکی کام ۰۳لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
دولتي چارواکو د رسنیو له لارې خبر ورکړی دی چې د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په چپ قول نومې سیمه کې ناپېژانده چورلکې ناسته کړې ده.
د یاد ولایت د ولایتي شوراء رئیس محمد ناصر نظري ځینو رسنیو ته د پوښتنو په ځواب کې ویلي دي چې د یاد ولایت یاده سیمه یوه نا امنه سیمه ده.
ده وویل چې دغه سیمه پخوا د طالبانو تر واک لاندې سیمه بلل کېده، خو اوسمهال د داعش ډلې ته منسوب خلک پکې واک لري.
نظري همدا راز وویل چې په یاده سیمه کې ډېر نفوس د عربو، چیچني او ازبکستاني جنګیالیو دی.
نظري په بالامرغاب ولسوالۍ کې د چورلکې ناستې له کبله د خلکو د اندېښنې خبر ورکړی دی، د ده له قوله چې یاده مسأله یې د ولایت مقام او د امریکا سفارت سره شریکه کړې ده، خو کوم ځواب یې تر اوسه پورې نه دی ترلاسه کړی.
ناصري وايي چې سیمه ییزه خلک په دې باندې نه دي توانېدلي چې چورلکه وپېژني.
د یادونې وړ ده، دا لومړی ځل دی چې د داعش تر واک لاندې سیمه کې ناپېژانده چورلکه ناسته کوي.
خو له دې څخه وړاندې د هېواد په شمال کې او سوېل ختیځ کې د طالبانو تر کنټرول لاندو سیمو کې د ناپېژانده چورلکو د ناستې خبرونه ورکړل شوي دي.


















