کابل ټکی کام ۰۳لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
نن سهار مهال د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ په «ده غازي» نومې سیمه کې د نا پېژانده وسلوالو له خوا دوه وروڼه ووژل شول، چې د یادو دوو وروڼو د کورنۍ غړیو او د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو د ولایت مقام مخې ته لاریون وکړ.
لاریون کوونکو د یادو وژل شویو دوو وروڼو مړي هم له ځانه سره وړي دي.
لاریون کوونکي، د یادو دوو وژل شویو وروڼو قاتلین غاصبین او زورواکان بولي، او زیاتوي چې دوی د یادې ولسوالۍ مسئولینو ته په وخت خبر ورکړی دی، خو هغوی یې د قاتلینو په پلټنه کې هڅه نه ده کړې.
له بلې خوا د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي دي «دا مالومه نه ده چې د یادو وژل شویو دوو وروڼو قاتلین څوک؟ د کومې ډلې کسان؟ خو د نیونې لپاره یې پلټنې روانې دي.»
سیمه ییزو چارواکو د رسنیو له لارې د بشپړو پلټنو وروسته د بشپړو مالوماتو ورکولو ژمنه کړې ده.


















