د هندي ځواکونو په قرارګاه بريد شوی- مرګ ژوبله يې اړولې ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۱):د ورکړل شويو راپورو پر اساس د هند تر ولکې لاندې د کشمير په سرينګر سيمه کې د هندي ځواکونو په يوه قرارګاه برید شوی، چې مرګ ژوبله يې اړولې ده.

د هندي رسنيو د راپور له مخې، درې تنو وسله والو بريدګرو نن سهار شاوخوا څلورنيمې بجې يادې قرارګاه ته له ننوتلو وروسته په هندي عسکرو ډزې پيل کړې، چې په ترڅ کې يې يو عسکر وژل شوی او په ګڼ شمير کې نور ټپيان شوي دي.

د سرينګر د پوليسو يو تن مشر رسنيو ته ويلي، چې دوه تنه بريدګر په لومړيو کې ووژل شول او يو تن د پوليسو سره مقاومت وکړ چې امنيتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

په وروستيو څو مياشتو کې په کشمير کې په هندي ځواکونو بريدونه زيات شوي دي.

د تير کال په اکتوبر مياشت کې د هندي ځواکونو په يوه قرارګاه وسله وال بريد ترسره شو، چې په ترڅ کې يې تر ۱۹ هندي پوځيان ووژل شول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button