بهرنیو چارو وزارت: ایران دې افغانان د سوریې جگړې ته په زور نه لېږي
کابل ټکی کام تله،۱۱، ۱۳۹۶) د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکېب مستغني وايي، ایران باید افغان کډوال په زور سره د سوریې جگړې ته ونه لېږي.
مستغني د هغو ادعاوو په باره کې خبرې کولې، چې د ایران سپاه پاسدران زرگونه افغان کډوال د سوریې جگړې ته لېږلي او تراوسه سلگونه تنه وژل شوي هم دي.
مستغني افغان کډوال د سوریې جگړې ته لېږل د ټولو نړیوالو اصولو خلاف کار وباله او له ایران یې وغوښتل، چې افغان ځوانان دې د سوریې جگړې ته نه لېږي.
د مستغني په خبره، موږ دغه اندېښه څو ځلې ایراني چارواکو ته ویلي؛ خو ایران د افغان حکومت د اندېښنې په اړه هېڅ غبرگون نه ښيي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، په لومړیو کې داسې راپورونه وو، چې افغان کډوال په خپله خوښه د سوریې جگړې ته ځي؛ خو اوسني معلومات دادي، چې دوی ټول په زور او «حیلو» ورکولو سوریې ته استول شوي دي.
ایران په سوریه کې د بشار الاسد د رژیم په ملاتړ له ۲۰۱۳ز کال راهیسې په جگړه بوخت دی، چې په دوی کې یې زرگونه افغان کډوال هم لېږلي دي.
د ملگرو ملتونو د کډوالې ادارې په یوه راپور کې ویلي وو، ایران ځینې افغان ماشومان هم د سوریې جگړې ته لېږلي، چې عمرونه یې له څوارلس کلونو کم دي.
د سوریې جگړې ته ډېری افغان هزاره گان استول شوي. د نړیوالو رسنیو له قوله، ایران هر هغه جنگیالي ته چې په سوریه کې د بشار الاسد د رژیم په ملاتړ جگړه کوي پنځه سوه ډالر ورکوي.
په ټولنیزو شبکو کې داسې انځورونه خپاره شوي وو، چې په ایران کې د افغان شیعهگانو د وژل شویو هدیرې جوړې شوي او دغه شمېره زرگونو تنو ته رسېدلې ده.
دا لومړی ځل دی، چې افغان حکومت له ایرانه وغوښتل، چې د سوریې جگړې ته دې افغانان نه لېږي.



