ولايتي شورا: د فراه مرکز د سقوط له ګواښ سره مخ دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۱): د فراه د ولايتي شورا  رئيس جميل اميني رسنيو ته ويلي، که دغه ولايت ته تازه دمي ځواکونه ونه لېږل شي، نو د دغه ولايت مرکز به د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېږي.

نوموړی وايي، چې طالبان د دغه ښار په نږدې څو کيلومترۍ د ښار دروازوکې دي او د دغه ولايت مرکز يې د سقوط له ګواښ سره مخ کړی دی.

که څه هم د فراه ولايتي چارواکو يوځل بيا په طالبانو تور پورې کړ، چې وسلې او ملاتړ يې له ايران څخه دی، خو طالبان وايي چې په هغه وسلو له افغان او امريکايي ځواکونو سره جګړې کوي چې په بريدونو او جګړو کې يې له دولتي ځواکونو نيولي وي.

وړمه ورځ طالبانو د پروان په سياګرد فندقستان سيمه کې د وروستيو نيول شوي د سپکو او درنو وسلو سلګونه مرميو انځورونه خپاره کړل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button