په ستره کښتۍ کې د 30000 زره توغندیو کشف کیدل، د السیسي حکومت د نسکوریدا پیلامه

ډاکټر آصف
د مصر سفاک ولسمشر السیسي حکومت چې د زرګونو بی ګناه مسلمانو خلکو په وژلو سره یې د قانوني ولسمشر محمد مُرسي تخت نسکور کړی دی او د امریکا په اشاره يې هغه او د هغه په زرګونو پاک ملګري د زندانونو تورو تمبو ته اچولي دي، سره له دې چې ټولې نړۍ پرې انتقادونه هم وکړل خو دا چې د السیسي بادار هغه مهال ډیر قوي و نو السیسي په ظاهره په خپل دې ظالمانه اقدام کې بریالی شو چې تر ننه د قدرت په ګدۍ ناست دی، خو دا چې د ظالم کاسه تل نسکوره وي، او د ژوند او بقا یې تر ډیره دوام نه کوي آن چې د مصري فرعون په څیر غښتلي هم بالآخره د نیل په بحر کې ډوبیږي نو نن ټوله نړۍ په غړیدلو سترګو ګوري چې د سیسي د ډوبیدا پیلامه پیل شوه.
السیسي سره له دې چې په یوه مسلمانه کورنۍ کې زیږدلی او پخپله خپل ځان هم د یوه مسلمان په حیث څرګندوي خو برعکس کارونه یې ټول د اسلام او مسلمانانو پر خلاف دي، د هټلر خبره چې (تر ټولو بد خلک چې زما ډیر بدې ایسي هغه دي چې ښکیلاګرو سره په ملاتړ د خپل هیواد په نیولو کې مرسته کوي) په مصداق دا چې السیسي د خپل کافر بادار په اشاره په مصر کې د اخوان المسلمین قانوني حکومت او ګوند سره په ظالمانه چلند کولو سره خپل مخ تور کړ.
خو څوک چې له خپل خدای او د هغه رسول او مسلمانانو سره خیانت وکړي نو هغه به د بل سره څه وفا وکړي.
تیره ورځ د امریکا استخباراتو هغه کښتۍ ونیوله چې پر هغې باندې د ویټام بیرغ ځړیدلی و خو په کښتۍ کې ناست خلک ټول د شمالي کوریا نظامي کسان وو، او په کښتۍ کې یې نږدې ۳۰۰۰۰ دیرش زره توغندي ځای پر ځای کړي وو او د مصر حکومت ته د لیږدولو لپاره د مصر لوري ته روان وو.
دا سره له دې چې مصر د امریکا سره تعهد کړی و چې په شمالي کوریا د بندیز په سلسله کې به له شمالي کوریا سره راکړه ورکړه نه کوي.
خو دا چې السیسي یو ملي خاین شخصیت له پل بادار امریکا سره هم د خیانت مرتکب شو، او د امریکا هغه مرسته یې له لاسه ورکړه چې امریکا ورسره د نظامي مرستو په نوم د ۳۰۰ ملیونه ډالرو وعده کړې وه، ټرمپ سملاسي د دغو مرستو د نه ورکولو اعلان وکړ، نور به وکتل شي چې ټرمپ د دې خاین سره کومه معامله کوي.
خو لکه متل چې وایي:
چې له آزاره چا بازار موندلی نه دی، نو لرې نه ده چې د سفاک السیسي ظالم او غاصب حکومت به ډیر زر نسکور او پر ځای به یې د اخوان المسلمین د مظلوم او ربړیدلی او ځوریدلی ګوند مشر ښاغلي محمد مُرسی په لاس یو سوچه اسلامي حکومت بیرته په پښو ودریږي. و ماذلک علی الله بعزیز
و سیعلم الذین ظلموا أی منقلب ینقلبون ()



