د وېش پر دروازه پاکستاني مليشې زوروونکی چلند کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۲): د افغانستان او پاکستان تر منځ د سپين بولدک- چمن د ويش پر دروازه له دواړو خواوو تګ راتګ کوونکي وايي، چې پاکستاني مليشه ځواکونه ورسره ځوروونکی چلند کوي او په يوه او بل نوم ترې پيسې اخلي.

يو تن مسافر الهام الدين کابل ټکی کام ته وويل، چې پاکستان ته د اوسپنيزو پنجرو له لارې په اوښتو راوښتو کې سخت ټېل ماټېل او رش جوړ وي، چې له کبله يې ډیری مسافرين له مشکلاتو سره مخ دي.22195583_1508792839179863_7677883951214321713_n

نوموړي زياته کړه، دواړو خواوو ته په اوسپنيزه پنجره کې په ساعتونو ساعتونو کتارونه ولاړ وي، چې ډیری پکې سپين ږيري، ماشومان، مېرمنې او ناروغان دي او په خبره يې چې (ټول مسافر ستړي لېدل کېدل، زیاتو سپین ږېرو، ښځو او ناروغانو په ټېل ماټېل کې ضعف وکړ، ډېرې مېرمنې، نارينه او کوچنيان مې ولیدل، چې سره ورک و او په ژړا سر وه.
هغه وايي، ډیری مسافر چې د لرې ولايتونو څخه راغلي وي او يواځې د تذکرې کاپي ولري، په دغه لاره نه پرېښودل کېږي او بې سرنوشته پراته وي، خو ځينو ته بيا د پيسو اخيستلو په بدل کې د اوښتو لپاره اجازه ورکول کېږي.

په دغه لاره ډيری اوښتونکي هغه کسان دي، چې د چمن- سپين بولدک په بازار کې دکانداري کوي يا ناروغان دي، پاکستان ته د تداوۍ لپاره ځي خو يو شمير نور بيا وايي چې هاغاړه يې خپلويانې کړي او د خپلوانو کره ورځي.22196083_1508793219179825_6832222511703794446_n

څه موده وړاندې دغه لاره د يو څو ورځو لپاره تړل شوې وه، چې د خبرو اترو وروسته دواړو هېوادونو فيصله وکړه چې د تګ راتګ لپاره به يواځې هغه کسان پرېښودل کېږي، چې دواړه غاړې پښتانه شناخت کارت يا اصلي تذکيره ولري او پنجابيان پاسپورټ ولري.

په سپين بولدک کې يوه دکاندار راته وويل، چې د مسافرو د تګ راتګ په اړه مشکلات بيخي زيات دي او په وينا يې چې لامل يې هم د زياتو کسانو اوښتل دي چې له کبله يې ټېل ماټېل جوړېږي.

په عين حال کې د کندهار د سرحدي پوليسو کميسار سمونوال محمد شريف غرزی هم مني چې بې نظمي او ټېل ماټېل شته، خو وايي چې په دغه لاره د مسافرينو زياتوالی لويه ستونزه ده، چې له کبله يې بې نظمي او ټېل ماټېل رامنځته کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button