دانـدلــس يـــو مسـافـر طـالب

راليږونکی : الهام الخراساني
بغداد هم په هغو مردوم خيزه سيموکې ځائ لري چې يوه اوږده موده يې پر انګړ دفقهاٶ اومحدثينو غورځنګ درلود
دنړۍ دلرې دلرې هيوادو څخه به دخپلې علمي تندې دماتيدو په هيله تږې او ستومانه قافلې تلې او راتلې
په دغې ګلورينې دوره کې يو مخلص طالب او دنه ماتيدونکي عزم څيښتن په نامه ده بقــــي ابن مخلــــــــد (رح) هم له اندلسه خپله سورلى دبغداد په لور ځين کړه له يوې مياشت ستړي مزل روسته دبغداد تر سرحده راورسيد
دبغداد په سرحد يو چاترې وپوښتل چې ځوانه چېرته روان يې طالب ورته وويل چې غواړم دمسلمانانو له سترامام(احمدبن حنبل رح) څخه احاديث واورم او بيا يې خلکو ته ورسوم
دغه کس ورته وويل ايا ته نه يې خبر چې په امام احمد دوخت ظالم حاکم پابندي لګولې چې درس او تدريس به نه کوې او داحاديثو ټولې حلقې يې ور وتړلې
طالب چې دا له غمه ډک خبر واوريد نو ډير خپه او ناهيلى شو خو
ناهيلى دده کلک غزم اواحساس مات نه کړ بلاخره دبغداد په اطرافو کې يو جومات ته ورننه ووت چې ګوري دطالبانود درس حلقه ده يو يو طالب له خپل استاذ نه داحاديث دراويانو په اړه پوښتني کوي وايي
اول خو يو طالب ته ورنيږدې شوم ترې ومې پوښتل چې داشيخ مو څه نوميږي هغه راته وويل چې داخو يحى ابن معين دى
بيا مي اجازه وغوښته چې که ستا خوښه وي زه به هم دڅو راويانو په اړه څو پوښتني وکړم
شيخ صاحب راته وويل چې مهرباني وکړه
وايي څو پوښتني مي پر له پسي وکړې چې يوطالب راته وويل بس دى چې موږ هم پوښتني لرو وايي ور غبرګه مي کړه چې يوه وروستۍ پوښتنه لرم راته يې وويل وايه
ومي پوښتل چې شيخ صاحب د امام احمد په اړه ستا څه رايه ده ثقه(کره)ده که ضعيف وايي زما دپوښتنې په اوريدو يې رنګ بدل اوتک زيړشو اوزير زير يې راته وکتل
بيا يې راته وويل چې دمام احمد په اړه ته له مانه پوښتنه کوي ورشه امام احمد نه زما په اړه وپوښته چې يحى ثقه دى که ضعيف
دغه طالب کيسه کوي چې له دې روسته دامام احمد خواته ورغلم دروازه مي ور ټک ټک کړه چې امام احمد راووت راته يې وويل څوك يې ماورته وويل له اندلسه راغلى يم غواړم چې حديث درڅخه زده کړم هغه راته يې وويل چې دافريقي څخه ؟
وايي ماورته وويل چې نه له افريقي هم لرې دى
بيا راته وويل چې پر ماخو پابندي ده چې درس او تدريس به نه کوى
ما ورته وويل چې دطالب په جامه به نه راځم بلکه ديو ملنګ جامه به غوره کړم او ددې کلي دروازه په دروازه به راځم او خير به غواړم تر دې چي ستا تر دروازې راورسيږم او احاديث در څخه واورم
امام احمد ورته وويل سمه ده خو په دې شرط چې بل څوك به خبروې او نه څوك درباندې پوه شي
دغه طالب به هره ورځ دملنګ په جامه کي راته او دوه يادرې حديثونه به يې زده کول او بيرته به ته آن چې داسلسله دزده کړې تر يوه کاله وغزيده له کال روسته دالله په فضل په امام احمد لګيدلې پابندۍ پاى ته ورسېدې بقي بن مخلدچې په دغه کال کې کوم احاديث له امام احمدبن حنبل رح څخه زده کړل هغه په مسند بقي بن مخلد سره ياديږي ياده دى وي چې پر امام احمد داپابندي په مسئله دخلق القران چې په دغه پېړۍ کې يې سخت زور اخيستى وو لګولاى شوې وې او تر اوه ويشت مياشتو يې دوام وکړ
بقي بن مخلد فرمايې دامام احمد دراخلاصيدو روسته به چې بيا کله د درس حلقې ته ورغلم نو پر نورو طالبانو به يې غږ وکړ چې بقي ته لار ورکړئ او ماته به يې وويل چې مخكې راشه او ويل به چې داطالب ډير زغمونکى ده
وايي يوه ورځ زه مريض شو ومي نشو کړاى چې درس ته حاضر شم او په خپله کوټه کې کومه چې د بازار په دويم تاک کې ما په کرايه داستوګنې لپاره نيولې وه پروت وم او دخاوروپر خامه خښته مې سر ايښى وو
په دې وخت کې مې يو څه ځوګ او شور له غوږه شه چې امام المسلمين راغى داسې ګنګوسى وه چې ګورم امام احمد بن حنبل رح سره له سلګونوشاګردانو زما کوټې ته زماد پوښتني لپاره راغى زما خواته کيناست او راته يې وويل چې الله به دې ښه کړي خپه کېږٕه مه
بقي بن مخلد وايي تردې دمخه زه چا نه پيژندم چې دا دامام احمد شاګرد دى خو چې کله امام احمد زما پوښتني ته راغى نو خلکو به بيا زما ډېرقدراو احترام کاوه هر قسمه تحفې به ماته راتلې
دامام ذهبي رح له کتاب څخه



