کورنیو چارو وزارت: جګړه د پولیسو کار نه دی

د کورنیو چارو وزیر وايي، د پولیسو دنده جګړه کول نه دي خو بیا هم  افغان پولیس د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست، ویس احمد برمک نن په کابل کې یوې غونډې ته وویل، ”جګړه که هر ډول وي د پولیسو کار نه دی. جګړه کول د پوځ کار دی خو اوس مهال ملي پولیس د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي.“

برمک وویل ”جګړه کول د پولیسو دنده نه ده. په تېرو شپاړسو کلونو کې پولیسو د ملي پولیسو، محلي پولیسو، نظم عامه او سرحدي قواوو تر مختلفو عنوانونو لاندې دنده ترسره کړې ده. دا خبره باید ختمه شي او پولیس باید خپلې اصلي دندې ته راوګرځېږي.“

د پولیسو اصلي دنده د امن او نظم تامینول او د قانون پلي کول دي، خو نن سبا افغان پولیس د جګړې په لومړۍ کرښه کې له وسله والو مخالفینو سره په جګړه بوخت دي.

له طالبانو سره جګړه کول د افغان پولیسو لپاره یو ستر ګواښ دی. پولیس له لږو امکاناتو او له نظامي روزنې پرته د جګړې په لومړیو کرښو کې دنده ترسره کوي چې له همدې امله یې تلفات تر نورو زیات دي.

په جګړه کې د پولیسو شتون د دې لامل شوی چې تر بل هر وخت یې تلفات زیات شي. د افغان پولیسو د مرګ – ژوبلې کره شمېره تر اوسه پورې نه ده اعلان شوې، خو دافغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړې ادارې سیګار په یوه رپوټ کې ویلي چې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات د تېر کال په پرتله څو چنده زیات شوي دي. د سیګار په خبره، افغان ځواکونو ته زیاتره تلفات په مخامخ بریدونو او سړک غاړي ماینونو کې اوښتي دي.

د دې ترڅنګ، غیر رسمي شمېرې ښيي چې په افغانستان کې تر ټولو ډېر تلفات پولیسو ته اوړي، ځکه پولیسو ته د پوځ په نسبت روزنه، امکانات او مهمات نه ورکول کېږي.

د زیاتو تلفاتو له امله د پولیسو او پوځ په لیکو کې څوک دندې ته زړه نه ښه کوي او کوم افغان عسکر او پولیس چې د دولت له لیکو وځي طالبان یې ډېر هرکلی کوي.

د خپل وزارت په څېر، پولیس هم تر پوزې په مالي او اخلاقي فساد کې غرق دي.

تېره میاشت د پکتیکا د اومنې ولسوالۍ اوسېدونکو رسنیو ته ويلي و چې د دې ولسوالۍ پولیس په اخلاقي فساد کې غرق دي او د دې پر ځای چې خلکو ته خدمت وکړي، برعکس خلکو ته تکلیف رسوي.

د اومنې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي پژواک ته ویلي و، ”د دې ولسوالۍ پولیس خلکو ته تکلیف رسوي، په ودونو کې هوايي ډزې کوي، له خلکو پیسې غواړي، د کلي له ماشومانو د اوبو وړلو لپاره کار اخلي، سهار او ماښام له خلکو په زوره ډوډۍ غواړي.“

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button