ترجمه : عبد الله صدیقي
ایغوري مسلمانانو مخکې د شرقي ترکستان په نوم خپلواک اسلامي حکومت درلوده، چې په کال 1949ز کې د چین کمونېست حکومت اشغال کړ او نوی نوم سینګیانګ یی ورباندې کېښود. شرقی ترکستان د دمغلستان، روسيی ، قزاقستان، قرغسستان، تاجکستان ، افغانستان، پاکستان ، هندستان، تبت او مرکزی چین سره شریکه پوله لري.
د سینګیانګ یا د (شرقي ترکستان) مجموعي مساحت ۱.۷ میلیون کیلومټره مربع دی، چې د چین دمجموعي مساحت پنځمه برخه جوړوي. د اشغال نه وروسته سملاسي کمونېست حکومت د مسلمانانو په جلا وطنۍ شروع کړه چې اوس ایله 10 میلیونه مسلمانان پکې پاتې دي او همدومره نور چینایان پکې نوي دېره شوي.
د ایغور مسلمانان په ایغوري ژبه خبرې کوي، چې ترکي ژبې ته ډېره ورته والی لري او په لیکلو کې عربي حروف کاروي.
په کال ۹۵ هجري کې ددغې علاقې ځینې برخې د اسلام ستر او مشهور فاتح قتیبه بن مسلم باهلي لخوا فتحه شوې او ډېر خلک یې مسلمانان شول او په کال ۳۳۲هجري کې دشرقي ترکستان سلطان (ستوق بغراخان) د اسلام په دین مشرف شو او له همدې وروسته اسلام ددوی رسمي دین شو او د یو اسلامي حکومت په څېر لس قرنه خپلواک پاتې شول.
په کال ۱۷۵۹ز کې چین ، شرقي ترکستان د ۴ کلنو لپاره اشغال کړ او په کال ۱۸۸۱ز کې په دویم ځل یې خپل استعمار لاندې راوستوه؛ خو د ترکستان خلکو داشغالګرو پر ضد پاڅون وکړ او چینایان یې له خپل وطنه بهر کړل او په ۱۹۳۳ز کال کې نوی خپلواک حکومت یې د کاشغر په ښار کې د( شرقي ترکستان اسلامي جمهوریت ) په نوم اعلان کړ، خو روسانو ته داسې اسلامي حکومت چې دروسیی د مستعمره ملکونو ترڅنګ وي د زغملو نه و، نو دا نوی اعلان شوی اسلامي حکومت یې رد کړ او خپل اېتلافي ملګري چین ته یې جنګي مرستې واستولې، چې د مسلمانانو سره وجنګیږي او ددوی دا نوی حکومت ړنگ کړي.
د ډېرو جنګونو او وحشتونو او قتل عام نه وروسته چین په دې وتوانیده چې په کال ۱۹۴۹ز کې شرقي تركستان بيا اشغال كړي او کمونېستی نظام پکې په ډېره بې رحمۍ او وحشت سره نافذ کړي، انساني حقوق یې پایمال کړل، جوماتونه یې ړنگ کړل، داسلامي اعمال لکه لمونځ ، روژه او د ږیرو پريښودلو او د حجاب اغوستلو او اسلامي لباس استعمالولو نه یې منع کړل.
قرآن شریفونه او اسلامي کتابونه یې وسوځول، د زده کړې ژبه یې د ترکستاني نه چینیايي ژبې ته بدله کړه، ډېر علماء یې بندیان کړل او هڅه یې وکړه، چې په هره ذریعه چې شوني وي اسلامي تشخصات له منځه یوسي او آخري فرمان یې دا وو، چې اسلامي نومونه لکه محمد، جهاد، اسلام او امام یې منع اعلان کړل، ترڅو د ایغوریانو اړیکه د اسلام سره بالکل پرې شي.
په شرقي ترکستان کې ۴۰ نهرونه شته، دغه علاقه په طبیعو زیرمو غني ده لکه پټرول ( چې د چین ۲۵ سنله ضرورت پوره کوي) طبیعي غاز ( چې د ټول چین ۲۸ سلنه ضرورتونه پوره کوي) سره زر، سپین زر ، پلاتینیوم، ډبرې سکاره او یورانیم او د ټول چین ۴۰ فیصده عواید دهمدې شرقي ترکستان نه لاس ته راځي . دا په داسې حال کې ده چې د ایغور ۸۰ سلنه مسلمانان د فقر تر کرښې نه لاندې ژوند کوي.
داشغال نه مخکې په شرقي ترکستان کې ۹۷ فیصده مسلمانان وو؛ خو د اشغال نه وروسته دغه نسبت په کمیدو شو ځکه چینايي حکومت په جبر او اکراه ډېر مسلمانان د خپل وطن نه نورو سیمو ته وشړل تردې چې اوس دمسلمانانو فیصدی ۴۰ ته راښکته شوې ده.
په دې وروستیو کې د چین ملحد حکومت د ایغور د مسلمانانو د بیخ کنۍ لپاره نوي سیاسي تګلاره جوړه کړې، چې په دې خلاصه کېږي. مسلمانان د بوذیانو او ملحدینو لخوا دهغوی په کورونو کې مېلمه کېږي او بیا مسلمانان مجبوریږي، چې دوی سره ددوی په کورونو کې د وروڼو په شان واوسیږي چې دا عمل په طبیعي ډول دمسلمانانو حالت بدلوي او الحاد او بوذیت ته یې مایلوي.
ددې لپاره چې دغه علاقه کې ملحدین او بوذیان ډېر شي چینایي حکومت اوس هلته ډېرې داستوګنی ځایونه او ښارگوټي جوړ کړي او هغه بې کاره وگړو ته یې ورکوي چې بوذیان یا ملحدین دي او د چین په نورو سیمو کې اوسیږي. ترڅو دوی دلته استوګن شي او د مسلمانانو په فیصدۍ بده اغېزه وکړي.
مګر په ډېر افسوس سره باید ووایو چې کوم قتل عام سره ملیونونو ایغوري مسلمانان مخ شول تراوسه په دې دوی ونه توانیدل چې د ملګرو ملتونو ترچتر لاندې راشي او ملګرو ملتونو ته چې څومره غوښتنې مخ ته شوې ټول رد شوي دي.
همدا راز د چین د ظلم او استبداد سره سره د مسلمانانو ښارونه او مارکیټونه د چینیايي مصنوعاتو په مخ بې قیده او شرطه خلاصې دي، چې اقتصاد یې نور هم پیاوړي شی او د شرقي ترکستان په ځپلو کې نور هم تکړه شی .
انا لله وانا الیه راجعون
















