معصوم طالب
دمینې یُوه ډیوه وه له حِرا رابلیدله
دنیا شوه مینه مینه نفرت کډه باروله
دنیا دظلم کور و جهالت و تورې شپې وې
صباشوه پرې رڼا شوه چې سپوږمۍ وزلیدله
دمینې فلسفه وه که د پاک عشق جنون وو
چاسپر کړه سینه غشو ته چا دارته غاړه وړله
طلحه و که خبیب و که یاسر و که عمار و
په مینه څو ګلونو دلمبو غیږه نیوله
کسرا وه که قیصر و که د روم آتش کدې وې
غرور یی وو مات شوې کلیسا هم نړېدله
معصوم طالب ته ځکه دنیاګۍ دهیلو کور شي
چی ستا په روی پیدا یم او دستا په روی به مرمه

















