الهام خراسانی
دراړه پر يوه خدای ايمان لرو پيغمبر مو يو دی، کتاب مو يو دی، دين او عقيده مو يوه ده ژبه، کلتور، دود او رواج مو يو دی .
لنډه دا چې هرڅه مو سره يو دي
سره له دومره اتحاد او يوالي زما اوستا ژوند ډير توپير لري .
ستاسوهرارمان پوره او پوره کيدونکی دی
او زموږ دارمانو څلي پر خړو خاورو کې پراته دي.
تاسو داخترونو خوشالۍ له دوستانو او خپلوانو سره څومره په خوښۍ لمانځئ
او موږ داختر تر لمانځه روسته لومړی دخپلو شهيدانو زيارت او بيا ديتيمانو تسل او پوښتنې ته ځو.
دغه سې زموږ اوستاسې ټولې خوښۍ سره توپيرلري
تاسو ودونو دهوسا ژوند په کيسو او مرکو تاوده وي
خو موږ ته بيا په هره خوښۍ کې هغه خواږه ملګري ياديږي چې دژوند په هره پېښه کي زموږ ترڅنګ ولاړ و او اوس پرې دخړو خاورو غټ امبار پروت دی.
ستاسوپه سمه او غرباندې بايد دامن او سکون فضا خوره وي .
خو زموږ دکور او کلي دېوالونه بايد دبارودوپه دودونو تور وي او پر ګلونو مو د شبنم پرځائ دچاودنو ګردونه پراته وي .
ستاسو په کور چې ستاسو دهيواد چورلکې تيريږي تاسو پرې فخر کوئ او دخپل هيواد په پر مختګ خوښي څرګنده وئ او ماشومان مو دچک چکو لپاره له کوټو څخه انګړته په منډه روځي.
خوبل خوا زما دهيواد څرخۍ زما په کور او کلي يوازې زما دمرګ لپاره څرخي او کوچنيان مو دڅرخۍ په ليدلو له انګړه په منډه او پر چيغو چيغو په کوټه ننوځي.
ستاسو په کلي چې دشپې لمنې راخورې شي ستاسو هر وګړی دارام او دسکون خوب لپاره خپل کټ او بسترته ځان رسوئ او ښه بېغمه په يو اړخ ترسحاره پراته وي .
خو موږ بيا له ماسپښينه روسته دشپې لپاره داسې ځائ انتخابوو چې څوک پرې دانسان داستوګنې ګومان هم ونکړي اوتمامه شپه په خاورو، ډبرو، او اغزيو تر سحاره ويښه تيروو .
تاسو بايد په نوي موټر،کاټن کالي،او غوړ سر په خپل ښار کې او وسئ
خو موږ بايد له يو توپک، سړې ډوډۍ او پيوندکاليو سره چيرته لرې په غره کې سنګر نيولی وي.
اخر دمره توپير مو په څه دی!
آيا ددې توپير لامل زموږ او ستا سو په سينه دغرب په حربه جوړه شوې دسرحد کرښه ده !
او که لامل يې يوازې زما افغانيت دی؟

















