درې امريکايي پوځيان وژل شوي، دوه تنه نور ټپيان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۳): په افريقايي هېواد نایجريا کې د دغه هېواد او امريکايي ځواکونو په ګډ پوځي کاروان بريد شوی، چې په ترڅ کې يې درې امريکايي پوځيان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.

په افريقا کې د امريکايي ځواکونو د قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې بريد د دغه هېواد په جنوب ختيځ کې د نايجريايي او امريکايي ځواکونو په ګډه ګزمه ترسره شوی دی.

امريکايي ځواکونو دغه بريد تائيد کړی، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.

په عين حال کې د امريکا د دفاع وزارت يوې سرچينې رسنيو ته ويلي، چې په دغه بريد کې درې تنه امريکايي پوځيان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.

د سرچينې په وينا، په بريد کې اووه نايجريايي عسکر هم وژل شوي دي.

تر اوسه د بريد مسئوليت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی، خو ځينو امريکايي چارواکو ويلي چې دغه بريد د القاعده څانګې د المغرب اسلامي ډلې له خوا شوی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button