د حجاجو خاطرې / د غازي پر زړګي بار کرامتونه

جواد یاسر
دا وخت حاجیان صاحبان له حج کولو وروسته کورونو ته ستنيږي، ځينې ستانه شوې، ځینې پر لارې او ځینې به وروسته ستانه شي. د هغوئ رنګ، کیفیت او احساسات له پخوا څخه زیات بدل شوې وي، او له ځان سره یې نیمه نړۍ پیغامونه راوړې وي.
راغلیو حاجیانو د اسلام پنځمه بنا او عظیمه فریضه (حج) ادا کړې وي، د الله تعالی پر کور (مکه) يې طوافونه کړې وي، د محمد صلی الله علیه وسلم زیارت یې کړی وي، پر عرفات یې لڅ سر او لڅې پښې الله تعالی ته زارئ کړې وي او د نړۍ له هره کونجه راغلې انسانان یې لیدلې وي نو ځکه ورسره د زړه په کور کې درازې او له مینې ډکې خبرې وي، چې مجلس ته یې ورشې دی به لکه یو ډېر مهربان دوست درته په مینه ږغیږي، د خپل سفر طئ کړې مراحل به درته یو یو سپړي، او داسې احساسات به څرګندوي ته به وایې چې د ټولو مسلمانانو غم ـ هم د ده پر اوږو بار دی او داسې خوښي به کوي لکه الله تعالی چې د بخښې الهام ورته لېږلی وي او په مجلس به یې مړېږې نه.
د هغوئ سپین او منور مخونه او ځلانده شبګېرې سترګې ښیې چې د الله جل جلاله په عبادت کې یې د ځانو خوله توی کړې، او له ګناهونو یې ځانونه لکه ماشوم پاک کړې. الله تعالی دي د دوئ دا عظيم عبادت په خپل دربار کې قبول کړي.
د غازي پر زړګي بار کرامتونه
د حاجیانو تر احساساتو د جهاد د سفر خاطرات، کرامتونه، محبت، مینه، ایثار او ډېر نور څه را یاد شول.
جهاد چې تر حج مطلقه فریضه او یو تکلیفي سفر دی (ځکه حج تر معلوم نصاب مشروط دی او یو ځل فرض دی) تر حج زیات کیف، خاطرې او احساسات لري. خو هغه د تل لپاره د غازي پر زړګي بار وي، ځکه یو خو له امنیتي لحاظه غازي چاته د سنګر کیسې نه شي کړای او بل طبعا مجاهدین طالبان او علماء وي نو د سِر ساتنې او له ریا نه د ځان ساتلو له وجې له عامو خلکو ټول حالات په زړه کې ساتي.
د جهاد په سنګر کې داسې کیفیت دی چې زموږ قلم یې د لیکلو توان نه لري او هغه وخت به یې یو انسان ادراک کوي چې کله د دغه سفر مل شي. د معسکر د دورې یا د سنګر له ځوانانو سره ژوند د دنیا تر ټولو محفلونو مزه ناک او له اخلاص او مینې ډک وي.
یوه مجاهد راته کیسه کوله:
په مخابره کې د قطعې امیر زموږ پر امیر ږغ وکړ، هغه ګړی امیر له أطاقه لري ؤ او مخابره ما را پورته کړل او خبره مې ورسره وکړل، د قطعې امیر راته ویل ستاسو له أطاقه به پنځه کسان فلانی ځای ته او … بجو ته ځانونه ورسوئ، زه پوه شوم چې ممکن د عملیاتو پلان وي او ډېر مې زړه غوښتل چې ما هم په پنځو کسانو بوزی، خیر زموږ امیر راغی پنځه کسان مو تیار کړل او پکښې زه وم او ټاکلې ځای ته مو ځان ورساوه چې ګورم تر سلو زیات مجاهدین سره جمع دي او د وسلو او دوربینونو چیک کوي موږ هم خپلې وسلې چیک کړې او دوربین کو ریګولاج کړ، اوس نو د ماخوستن د جماعت وخت شو لمونځونه په جماعت ادا کړل او امیر صیب د ملګرو ښه نظم ـ ترتیب وکړ. زه د قطعې د امیر نظم او پلان هک حیران کړم ځکه شپه راغله او موږ د مجاهدینو په سیمه کې یو او هیچا ته پته نشته چې چیر ته ځو، کمین وهو، پر پوستو برید کوو، پر بېس برید کوو او که پر ولسوالي!؟ خیر زموږ له ټولئ یوه بلد کس د امیر په اشاره حرکت وکړ او موږ ورپسې تلو کابو درې ساعته مو مزل وکړ سخت ستړې او تږې شوو، لا هم راته پته نشته چې چيرته ځو، آخر د یوه هسک غره بیخ ته ورسېدو او کښېنستو زموږ د ډلې مشر په پيټ اواز موږ ته ویل:
د دې غره سر ته خیژو، یو ساعت مزل دی، خبرې مه کوئ، په وسلو کړپهار مه کوئ، سستي مه کوئ، اذکار وایاست! سبحان الله د تیر مزل ستړیا او تنده او دې جګ غره ته ختل!! خیر د الله تعالی امر ؤ په ختلو مو پیل وکړ بالأخره وختو او د اردو دریو پستو ته په سل میترۍ کې کښېناستو، اردو تر موږ لوړ دي او موږ لاندې نور نو چې صرف وښورو اوردو مو وینې ځکه دوئ تیزې بتئ لګولې او لوړ دي. په دې وخت کې ها نورو مجاهدینو د دې درو پوستو څخه بغیر نورو تر لسو زیاتو پوستو ته ځانونه رسولې او موږ ته انتظار دي ځکه موږ د دوربینونو ګروپ ؤ، هڅه مو وکړه چې پوستو ته ځانونه نږدې کړو خو چې هرڅه مو وکړه هیڅ لاره ورته نشته یوازې دا چې مخامخ جګ سرونه ورپورته شو او دوئ مو له سل میترۍ نه ووینې.
امیر مو ویل ذکر وایاست او په ځانګړې توګه دغه آیة (و جعلنا من بین ایدیهم سدا وّ من خلفهم سدا فاغشیناهم فهم لایبصرون)، دغه آیة مو وایه او توکل مو پر خپل رب کړ حرکت مو پیل کړ، هر مجاهد د شهادت فیصله زړه ته ورتیره کړه ځکه دښمن لوړ موږ کښته، دښمن په تیاره کې موږ په رڼا کې، دلته مې نو د الله تعالی ښکاره نصرت او د دې آیة تاثیر په سترګو ولیدی چې موږ ټول ښه په اسانۍ د پوستو برجونو ته ورسېدو الحمدلله، امیر د تکبیر په چیغه سره پر برج ډز وکړ او پر دوربین لرونکو مجاهدینو یې غږ وکړئ چې خپلو اهدافو ته سم متوجه شئ، بې ځایه ډزې مه کوئ او اذکار وایاست، د الله جل جلاله په مرسته د پنځلسو دقیقو په تیرېدو سره پوستې فتحه شوې، تر لسو پورې اوردو ووژل شول او نور وتښتېدل او ټول مجاهدین رک روغ پاتې شوه، قسم په خدای یو کس زخمي شوی لا دی. خیر غنایم مو راټول کړه او بیرته د مراکزو په لور د غره څخه رهي شو، دومره تږی یم چې د ځمکې پر سر مې نور هیڅ ارمان نشته صرف چې یو غړپ اوبه حلق ته کړم، ټول نعمتونه مې هیر دي یو اوبه مې یادي دي، سبحان الله، سخته تنده!!
له غره راشوه شوو د سهار خوا ده، د دښمن د ړندو هوانونو له وجې سره متفرق شوو تقریبا موږ لس کسان په یوه داسې وچه سیمه کې روان یو چې له وچوالې خلک له سیمې کوچېدلې چې د یوه مجاهد عجیب کرامت مې ولید!!
یوه تنکي ښایسته ځوان چې پر شونډو یې له تندې پتري امبار ؤ او په ستومان اواز یې کړل: هی مهربان خدایه! چې اوس دې موږ ته یخې اوبه راکړې وای!! موږ لس قدمه نور نه ؤ تللې چې په دې وچو شیلو کې د اوبو شړپی دی چې ورغلو له یوه پاڼ څخه رڼې یخې اوبه لکه د پیپ له خولې تویږي، هر یوه ښه ځان پرې موړ او یخ کړ او ډېرې مو وچيښلې، سبحان الله د هغو اوبو خوند!! په ژوند مې هغه خوند له بل شي نه دی لیدلی.
دا د منصوري عملیاتو لومړۍ شپه وه.
په تلو ـ تلو کې د ورځې اته بجې خپلو مراکزو ته ورسېدو. پای



