
سیریالونه ـ پلانونه
لومړۍ برخه
جواد څارګر
ډرامه، تمثیل، یا سیریال دټولنې انځورګري کوي.
په تمثیل کې ممثل زیار باسي پر خپل کرکټر، دټولنې منفي او مثبت اړخونه لیدونکو ته وړاندې کړي، تر څو لیدونکي وپوهېږي په ټولنه کې یې کوم کارونه منفي، او کوم مثبت دی، منفي پر کومه طریقه اصلاح کړي او مثبت کار څنګه پر مخ یوسي؟
له بده مرغه په پښتو فلمونو او سریالونو کې اصلاحي اړخ صفر دی، او تر ډېره دپردیو په اشاره، او یا دمادي ګټو لپاره دځوان نسل دذهني انحراف او اسلامي ټولنې تخریب پر موخه جوړېږي.
موږ وینو ـ ګورو چې په فلمونو او سیریالونو کې یو ممثل کوم لباس او کرکټر انتخابوي؛ ځوان نسل مو زیار باسي کټ ـ مټ همغه کرکټر خپل کړي.
ښه او بد یې پر خپل ځای؛ پوښتنه داده چې دغه فلمونه او سیریالونه زموږ ددین، ټولنې او کلتور سره اړخ لګوي، که نه؟
کوم ځوان چې کوښښ کوي دیوه ممثل کرکټر غوره کړي؛ آیا کرکټر یې اسلامي او افغاني دی که نه!؟
دیوې هندي ډرامې چې له مودو راهیسې پر افغان تلوېزونونو، په مسلسل ډول نشرېږي؛ یوه صحنه یې داسې ده چې دسیریال هیرو، دیو سازش په ترڅ کې وژل کېږي او څه موده بعد بیا ځل دخپلې معشوقې سره مخ کېږي
معشوقه یې غاړې ترې تاؤوي، او هیرو یې له پېژانده انکار کوي
نجلۍ خورا خواشېنې کور ته ګرځي او کله چې کور کې قیصه کوي، پلار یې ورته وایي؛ هغه ستا لپاره مړ شوی، دا چې تا ولید، دا یې’ دوسرا جنم’ یعنې دوهم ژوند دی، ځکه یې ته نه یې پېژندلې.
دلته پر افغان تلوېزونونو زموږ ددین، ټولنې او کلتور خلاف فلمونه، او سیریالونه ولې په مکرره توګه نشرېږي!؟
دهالېووډ او بالېووډ ادارې اوسمهال یواځې تر تفریحي او اصلاحي فلمونو ندې ځانګړې بلکې دغو ادارو هم، سیاسي بڼه خپله کړې او تر ډېره دفکري جګړې کار ترې اخیستلی کېږي.
غواړي په اسلامي، مستعمره، او وروسته پاته هیوادو کې، له همدې لارې خپل مذهب او کلتور ترویج، او ځوان نسل ته ور پېچکاري کړي.
مولوي محمد یاسین فهیم د اراکوزیا رادیو په اسلامي خپرونه کې یوه قیصه وکړه؛ دلته په کابل کې یوه ښځه وفات شوې وه، دکورنۍ یو ووړ ماشوم مېلمستون ته راغی او پلار ته یې ورغږ کړ
پلاره! انا کله سوځؤو!؟
نن ورځ چې کوم ماشومان په افغان تلوېزونو کې هندي، ترکي او غربي سیریالونه مشاهده کوي؛ حتمي ده چې ددین او کلتور په برخه کې به دافغاني پر ځای، غربي او هندي مذهب او کلتور ته ترجېح ورکوي او په مستقبل کې به همدغه کرکټر خپلوي کوم چې زموږ ددین او کلتور، دواړو سره په ټکر کې دي.
همدا فکري جګړه ده؛ فکري جګړه چې توپ ـ ټانک او بمونه او بمبارد نلري، ځکه ورته زموږ زیات شمېر مسلمانې کورنۍ متوجې نه دي او بې درز او دروزه یې د اولادونو اذهانو ته کفري کلتور او مذهب، په اسانه او ارزانه طریقه پېچکاري کېږي
ددوسرا جنم او انا دسوځولو خیالونه بابېزه نه دي، پر افغان او مسلمان نسل دمنظم سازش او پلان مطابق کار روان دی، له هرې خوا ورته کندې کېندل کېږي ترڅو ترې خپل دین او کلتور هېر او په کفري کلتور یې رنګ کړي…….
نور بیا….



