په امريکا کې د نېټ په نوم يو بل طوفان خلک زيانمن کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۶): د راپورونو له مخې د نيکاراګوا او کاسټاريکا له زپلو وروسته د نېټ په نوم طوفان د امريکا لويزيانا، ټکساس او فلوريډا ايالت ته مخه کړې ده.
دغې طوفان په نيکاراګوا او کاسټاريکا کې ۲۲ تنه ووژل او زرګونه کورونه يې ونړول.
د امريکا د طوفانونو ملي مرکز تېره ورځ وويل، دا اوله درجه طوفان دی او زیاتوي چې په ساعت کې ۱۴۰ کيلومتره سرعت لري او اوسمهال د امريکا شمال لوري ته روان دی چې سخت باد او طوفان هم ورسره مل دی.
د فلوريډا چارواکو ددغه ایالت په نوولس سيمو کې د طوفان له امله بېړنی حالت اعلان کړی دی.
دغه راز د امريکا په ساحلي سيمو کې ډیری خلکو ته د خپلو کورونو پرېښودو امر شوی دی.
څه موده مخکې د امریکا په ځينو ايالاتو باندې د ايرما طوفان هم تېر شو، چې سلګونه کسان مړه او ټپيان کړل، دغه راز په میلياردونه ډالر زيانونه يې واړول.



