افغان احمد یاسین سالک د بدن ښکلا نړیواله اتلولي وگټله

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۶):د اولپيک کمېټه وايي، د بدني ښکلا په نړیواله سیالۍ کې احمد یاسین سالک قادري د دغې سیالۍ اتلولي گټلې ده.
د اولمپیک کمېټې ویاند احسان نیرو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د بدني ښکلا په نړیواله سیالۍ کې چې په منگولیا کې ترسره شوې، اتلولي یې افغان باډي بېلډر احمد یاسین سالک قادري وگټله.
د نیرو په خبره، د ۲۰۱۷ز کال په نړیواله سیالۍ کې د نړۍ له ۴۰ هېوادونو ۴۰۰ لوبغاړو گډون کړی وو، چې د اتلولۍ ویاړ افغانستان وگاټه.
احمد یاسین سالک په تېره اگسټ میاشت کې د اسیا په کچه لومړی مقام گټلی و او په دغو سیالیو کې یې د سرو زرو مډال اخیستی و.
یاسین قادري ۳۵ کاله عمر لري، چې له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې د بدن د ښکلا په برخه کې فعالیت کوي.
په افغانستان ورزش ورځ تر بلې د ودې په حالت کې دی، چې اوسمهال د کرېکټ، فوټبال، تکواندو، جیدو، بدني ښکلا، سوک وهنې، اوزلوبې او نورو برخو کې د نړۍ او سیمې په کچه مشهور لوبغاړي لري.



