له ډيورنډ کرښې د اوښتو عسکرو جسدونه خاورو ته وسپارل شول

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۶): د کنړ ولايت په مروره ولسوالۍ کې له ډيورنډ کرښې هاغاړې اوښتي پنځه افغان پوځيان د پاکستاني ځواکونو له لوري وژل شوي دي.
يوې باوري سرچينې شمشاد ته ويلي، چې د دغو افغان عسکرو پوسته په ډيورنډ کرښه پرته وه او دوه ورځې وړاندې د څښاک اوبو پسې له کرښې هاغاړې تللي و او زياتوي هاغاړې د پاکستاني ځواکونو له بريد سره مخ شوي، چې په ترڅ کې يې پنځه واړه وژل شوي دي.
سرچينه کاږي، چې د دغو وژل شويو عسکرو جسدونه له تېرو دو ورځو راپديخوا کرښې ته څېرمه په غرنیزه سيمه کې پراته و او په خبره يې چې نن غرمه مهال د سره صليب نړيوالې کمېټې په مرسته د ولسوالۍ مرکز ته راوړل شول.
دا لومړی ځل نه دی، چې افغان پوځيان د اوبو او خوراکي موادو د نه شتون له امله له داسې ستونزو سره مخ کېږي، بلکې تر دې مخکې هم ډیری افغان ځواکونه د اکمالاتو د نه رسيدګۍ له امله له سختو مشکلاتو او مرګ ژوبلې سره مخ شوي دي.
د کنړ چارواکو په دې اړه له خبرو کولو ډډه کړې.
تر دې مخکې د امريکا د متحده ايالاتو د څار ځانګړې ادارې سيګار په يو راپور کې ويلي و، چې افغان ځواکونو ته خپل لوژيستيکي ملاتړ او اکمالات په خپل وخت نه رسېږي او يا د ځينو چارواکو له لوري لوټ کېږي.



