د عبرت کیسه

دکتور کفایت الله وردګ
 
 
د الله تعالی په لکونو شکر چې مونږ یې په اسلامي معاشره کې پیدا کړي یو او تر مرګه پورې مو کشر نسل خدمت کوي .
په عصري طریقه زندګي کې داسې وي چې کله مور پلار  مشران او بوډا ګان شی نو له کور سره ورته بل وړوکی ځای جوړ کړي او هلته یې نقل کړي ، د خوراک او څښاک په وخت کې څوک ورځي خوراک وروړي پاتې نور خدمات یې په خپل ځان وي او همدارنګه د وړو او لویو له مینې او الفت څخه محروم وي .
په پورتنی طور زندګي کې یوې مور خپلو دریو ماشومانو ته سپینې ورقې ورکړې او ورته یې وویل : تاسې پدې باندې رسمونه جوړ کړئ زه ځم چې ستاسې نیکه ته خوراک ورکړم بېرته راځم .
مور بېرته راغله لور ته یې وویل : ته ښکاره کړه څه شی د جوړ کړي دي ؟
او هو .. څومره ښکلی باغ دی او ونې دي  … ډېر په زړه پورې .
مشر زوی ته ورغله : ته ښکاره کړه تا څه شی جوړ کړي دی؟
ممم ښکلی موټر دی .. سرک او د سرک په غاړه چراغونه … ډېر ښه .
کشر زوی ته چې د پنځو کلونو دی ورغله ته ښکاره کړه تا څه شی جوړ کړي دي؟
او هو .. تا څلور مربع شکلونه جوړ کړي دي یو لوی دی بل مینځنی دی او بل وړوکی  دا څه شی دی؟
ماشوم : دا لوی زما کور دی کله چې زه ځوان شم داسې لوی کور به مې وي .
مور : هههه  ښه نو دا لږ وړوکی ځای بیا د څه شي دی؟
ماشوم :  دلته به زه خپل موټر دروم .
مور : او هو …  او دا ډېر وړوکی ځای؟
ماشوم : دا ستاسې ځای دی کله چې زه ځوان شم هغه وخت به تاسې بوډا ګان شوي یاست او تاسې به دلته اوسېږئ لکه اوس چې زما نیکه په څه ډول ځای کې اوسیږي …
مور یې په ژړا شوه او له ماشوم څخه پاڅېده او په ژور فکر کې ډوب شوه چې دا ټوله د هغه څه سزا ده چې خلک یې د مور پلار سره کوي څه چې ته له خپل مور پلار سره کوې صبا به ستا اولاد لتا سره همدا رویه کوي .
ماشومان اکثر لږ آوري او ډېر نقل کوي  معنی دا چې ته ورته نصیحت ډېر کوه اثر ورباندې نه کوي خو ته چې څه کوي هغوی یې لتا څخه نقل کوي .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button