د هلمند په ډوير او باګرام پوځي اډه توغندي لګېدلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۸): د هلمند ولايت په ګرمسير او د پروان په باګرام کې د بهرنيو ځواکونو په پوځي اډو توغندي لګېدلي دي.

يوې امنیتي سرچينې کابل ټکی کام ته وویل، چې نن سهار مهال وسله والو طالبانو په ګرمسير ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو (ډوېر) پوځي اډه په توغنديو وويشته، چې له کبله يې دورند زيان اوښتی دی.

د سرچينې په وينا: (سهار دوه توغندي راغلل، دواړه په اډه کې ولګېدل چې وروسته يې لوخړې پورته شوې) د مرګ ژوبلې په اړه يې کره معلومات نه کېږي.

ډوير د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د امريکايې ځواکونو ستره پوځي اډه ده او د امریکايي یرغل له پیل تر دې دمه په کې ډیر شمېر بهرني ځواکونه مېشت دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ وسله والو طالبانو په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په تر ټولو ستره (بګرام پوځي اډه) هم توغنديز بريد کړی و.

ځايي امنيتي سرچينو په بګرام اډه د توغنديو لګېدل تائيد کړي، خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

طالبانو د دواړو بريدونو مسئوليت په غاړه اخيستی او وياند يې ذبيح الله مجاهد ويلي، چې په دغو بريدونو کې بهرنيو ځواکونو ته تلفات اوښتي دي.

تر اوسه په دې اړه په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو څه نه دي ويلي.

وخت ناوخت طالبان د بګرام په هوايي پوځي اډه د توغنديو بريدونه کوي، چې بهرنيانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي، خو ډیر کله بهرنيان د اوښتو تلفاتو په اړه رسنيو سره معلومات نه شريکوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button