د روسېې جنګي الوتکه نسکوره شوې- پيلوټ وژل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۸): د ورکړل شويو راپورو پر اساس په سوريه کې د روسيې يوه جنګي الوتکه نسکوره شوې ده او ټوټه شوې ده.

چارواکي وايي، پېښه د سوريې په لازقيه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د روسيې د پوځ يوه الوتکه د ميدان نه الوتنه وکړه، خو په وينا يې چې له لږ ځنډ وروسته يادې الوتکې سقوط وکړ.

په راپور کې راغلي، چې د الوتکې د نسکورېدو پېښه کې پيلوټ وژل شوی دی.

روسي چارواکو د خپل پوځ د الوتکې سقوط تائید کړی او ويلي يې دي، چې د تخنيکي عوارضو له کبله نسکوره شوې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button