
کورنۍ مو پر کوم لور روانه ده؟
ژباړه: محمد نبي الدین
موږ پر کوم لور روان يو؟
موږ په داسي زمانه کي يو، چي ټولي لاري مو د داړونکو شرمښانو ډکي دي. د دې انټرنټ او نورو اجتماعي وسایلو په زمانه کي زموږ د کور قافله کوم لور ته يوازي (تنها) روانه ده؟
را پاڅئ! هغه چي نوم يې کورنۍ وه، لکه څنګه چي ښايي هماغسي اوس نه ده پاتي. موږ پر کوم لور روان يو؟
کور مو له احساساتو او قرابت څخه خالي دی *او ګوګل د احساساتو او ميني له لاسه د بدهضمۍ په مرض اخته سوی دی*
د هر کور هر غړی مستقل هيواد دی، هر يو له هغه بل څخه بېل دی، د کور د باندي له بل چا سره په اړيکه کي دی، نه يې پېژني او نه ورسره يو ځای کېدلای سي. کور دی، خو ناستي، مجلسونه، بحثونه او تسليت نسته پکښي.
ويښ سئ! اصلي لورئ مو کوم دی؟
د جولاګي کور هم همداسي کمزوری او بې ارزښته وي. هغه پلار، چي کورنۍ به پر راټوله وه، اوس په فېسبوک بدل سو. هغه مور، چي په خپلي ميني او رحمت سره به يې کورنۍ سره ټولول، اوس په واتساب بدله سوه.
په ټولو کورونو کي، ټول له ټولو مشغول دي.
موږ پر کوم لور روان يو؟
اولادونو مو د مسؤوليت د آداء کولو پر ځای په اجتماعی رسنيو کي سوال (فقر) شروع کړی دی دلته او هلته د لايک او ستايني سوال کوي!
له هغه، دغه او دغي څخه د څرګندونو غوښتني کوي.
موږ پر کوم لور روان يو؟
ښځه د پرديو نارينه وو پر نشراتو تعليقات (کمېنټونه) کوي او د هغوی عکسونو ته لايکونه ورکوي.
خاوند په فېسبوک کي له نورو ښځو سره ملګرتیا پالي، داسي ښځي، چي نه يې پېژني او نه لاسرسئ ورته کولای سي.
موږ پر کوم لور روان يو؟
مور هم په اجتماعي رسنيو کي ټوله نړۍ تعقيبوي. داسي موضوع به نه وي، چي دې خپل رول نه وي پکښې ترسره کړی، مګر په دې نه ده خبره، چي په کور کي یې څه روان دي! ایا دې د خپلي کورنۍ د سکون، ميني او تربيت په برخه کي خپل رول ښودلی دی؟!!!
پلار هم د نړۍ د ټولو مشکلاتو غم پر غاړه اخستی دی. د اونۍ په ټولو موضوعاتو کي خپل نظر ورکوی او تحليل يې کوي. خو په دې نه دی خبر، چي په کور کي يې څه تېريږي!! او نه سي کولای، چي په خپل کور کي د عاطفي او روحي قحطي حل وکړي.
موږ پر کوم لور روان يو؟
مور د هغه ځوان پر حال غمګینه کيږي، چا چي ليکلي وي “زه غمجن يم”
مګر دا په دې نه ده خبره، چي لور يې په خفګان او…او…او…او يوازيتوب کي سر تر نوکه غرقه ده!!!
پلار د هغي پېغلي د نصيحت لپاره پلانونه جوړوي، کومه چي په روحي او نفسي تکلیف مبتلا وي. خو خپله لور، چي يې به روحي او نفسي تکليفونو کي راګير ده، د هغې پروا نه ساتي.
زوی ټول فېسبوکي شخصيتونه خوښوي او د ځان لپاره يې رهبران ګڼي، د هغوی احترام کوي او د نشراتو څخه يې منندويي کوي. خو پلار ته – چي د ده لپاره هر وخت ستړی ستومان دی – د ستایني، منني او شکر يوه خبره هم نه وايي.
زموږ مسير ولي داسي بدل سو؟؟
دا ځکه چي موږ خپل رسالت د کور باندي تر سره کوو. موږ غواړو، چي خپل رسالت د کور د دېوالونو ها خوا آداء کړو. له نورو سره، له پرديو سره، له ليرو کسانو سره، د هغه چا سره، چي نه يې پېژنو.
حل او علاج څه دی؟
حل دا دی، چي موږ په دې يقين سو، چي حقيقي رسالت دا دی، چي له خپله کوره يې شروع کړو. زموږ رسالت زموږ له کورونو، زموږ په کورونوکي او له خپلوانو څخه شروع کيږي. موږ بايد پوه سو! چي که موږ د کوڅې تر مخه د خپل کور رسالت آداء کړو، نو خپل ډېری مشکلات به مو حل کړي وي.
دا ځيني کسانو ته وايو:
ستاسي رسالت باید ستاسي په کور کي شروع سي. ستاسي څخه د ټوله نړۍ د اصلاح غوښتنه نه کيږي. مګر که هر يو په خپل کور کي اصلاحات راولي، نو ټولنه به ټوله اصلاح سي.
الله عز وجل دي د رسول الله د امت ټول کورونه له هر ډول مشکلاتو وساتي. الله دي موږ پر تقوی سره یو را يو ځای کړي او الله دي زموږ حال راته نېک او ښه کړي. الهي حق راته حق معلوم کړې او اتباع يې را نصيب کړې او باطل راته باطل معلوم کړې او ورڅخه و مو ژغورې!



