کرزی: حکومت دې د بهرنيانو د خپلسرو کړنو مخه ونيسي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۲): د افغانستان پخوانی ولسمشر حامدکرزي، په کنړ کې پر ولسي وګړو د امريکايي ځواکونو هوايي بريد غندلی او دا يې بشري ضد جنت او د ټولو نړيوالو اصولو او موازينو خلاف عمل بللی دی.

نوموړي په يوه مطبوعاتي اعلاميه کې، د ملکي مرګ ژوبلې په زياتوالي هم اندېښنه څرګنده کړې او د ګډ حکومت څخه يې غوښتنه کړې، چې د بهرنيو ځواکونو د خپلسرو کړنو مخه دې ونيسي او پر ملکيانو د هغوی د بمباريو غندنه دې وکړي.

په اعلاميه کې راغلي، چې (حامد کرزی د لوی خدای له درباره د دغې غمجنې پېښې شهیدانو ته د جنت،‌ کورنۍ او دوستانو ته یې جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسی روغتیا استدعا کوي.)

ځايي اوسېدونکو او په ولسي جرګه کې د کنړ استازي شهزاده شاهد رسنيو ته ويلي، چې د امریکايي ځواکونو د بې پيلوټه الوتکه په دغه بريد کې شاوخوا شل تنه ملکيان وژل شوي، چې د يوه واده په خوشحالۍ کې د ګډون لپاره راټول شوي و.

په هېواد کې په ملکي وګړو د امريکايي ځواکونو وروستی هوايي بريد په داسې حال کې کېږي، چې تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې يوناما په يوه خپور کړي راپور کې وویل، چې د تېر کال په پرتله په هوايي بریدونو کې د ملکي تلفاتو شميره ۵۲ سلنه لوړه شوې ده.

په راپور کې راغلي، چې د ۲۰۱۷م کال د پیل راهيسې د سپتمبر تر پايه ټول ۲۰۵ ملکي وګړي په هوايي بريدونو کې وژل شوي او ۲۶۱ نور ټپيان دي، چې په دې کې ډیری برخه يې د افغان هوايي ځواکونو مسئوليت بللی او په راپور کې يواځې ۳۸سلنه مسئوليت پر بهرنيو ځواکونو اچول شوی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button