امریکا ایران ته ګواښ کړی، خو پر وړاندې یې ایران سخت غبرګون ښوودلی:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۲۲ فرید افغان)
تیره ورځ امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه تلویزیوني وینا کې پر ایران توندې نیوکې وکړې او دا هیواد یې د وسلوالو ډلو په تمویل او تجهیز تورن کړ.
نوموړي ګواښ وکړ چې امریکا کولی شي له ایران سره شوې اتومي هوکړه لغوه کړي .
نوموړي همدا راز د ایران پر سپاه پاسداران بندیزونه ولګول او هغه یې دسیمې په کچه د وسلوالو ملاتړی ځواک وباله.
د نوموړي دې څرګندونو د ایران په ګډون د یو شمیر هیوادونو سملاسي غبرګون را وپاراوو.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسي مشرې فیدریکا موګرینې وویل چې له ایران سره دغه هوکړه پیاوړې ده او ایران د هوکړې له هېڅ یوې برخې سرغړونه نه ده کړې او زیاته یې کړه چې د نړۍ د هېڅ یوه هېواد ولسمشر دا واک نه لري، چې دغه هوکړه له منځه یوسي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هوکړه لیک له مخې شوې.
بلخوا د امریکایي ولسمشر له ګواښ سره سم د ایران جمهور رئیس حسن روحاني هم ورته پاروونکي ګواښونه وکړل او په وینا یې چې ایران به تر دې وروسته لا د وسلو جوړولو لړۍ چټکه کړي او د موشکي توغندیو آزموینو ته به لا دوام ورکړي.
روحاني وویل چې امریکا د نړۍ په کچه دخونړیو جګړو لامل ده او هڅه کوي هرځای وحشتونو ته لمن ووهي.
روحاني زیاته کړه چې له خپلو حقوقو به دفاع کوي او نړیوالو قوانینو ته هم تر هغه احترام کوي، چې ددوی حقوق خوندي کړي
اسرایلو او سعودي عربستان د امریکایي ولسمشر د دریځ هرکلی کړی خو روسیې بیا دا کړنه غندلې او ویلي یې دي چې امریکا نه شي کولی، له ایران سره له شوې نړیوالې هوکړې ووځي،او په وینایې چې پر ایران یو طرفه بندیزونه وضع کول له ماتې سره مخ کېږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لارووف ویلي چې ملګري ملتونه هم نشي کولی د ایران په خلاف بندیزونه وضع کړي ځکه ایران د اتومي هوکړې ټولو مقرراتو ته ژمن دی.



