ننګرهار: ماين چاودنې امریکايي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۲): د ننګرهار ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو په ټانګ ماين چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده.
د کوټ ولسوالۍ يوې سيمه ييزې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې تېره شپه د بټي کوټ په شينوارو کلا سيمه کې د امريکايي ځواکونو په يو ټانګ چاودنه وشوه او په وينا يې چې د ټانګ ډېره برخه ويجاړه شوې ده.
سرچينې زياته کړه، له چاودنې وروسته امريکايي ځواکونو د مړو او ټپي عسکرو د انتقالولو لپاره سيمه کلابنده کړه او چاته يې د تګ راتګ اجازه نه ورکوله.
له بله پلوه وسله والو طالبانو د بريد مسئولت په غاړه اخيستی او وياند يې ذبيح الله مجاهد ويلي، په دغه چاودنه کې ۲ امريکايي عسکر وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.
تر اوسه په افغانستان کې ميشت امريکايي ځواکونو په دې اړه څه نه دي ويلي.



