خلک: هرځل د داعش پر ضد عمليات نيمه کې پرېښودل کېږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۲): د ننګرهار د هسکې مينې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې په دغه ولسوالۍ کې د داعش پرضد پوځي عمليات هر ځل په نيمه کې پرېښودل کېږي، يواځې خلک کورونو پرېښودلو ته مجبور کړي او عمليات په نيمه کې ودرول شي.

د دغې ولسوالۍ يو تن قومي مشر دفتر خان ازادۍ راډيو ته ويلي، که د دولت له لوري عمليات يو ځل بيا پيلېږي او بيرته درول کېږي نو په وينا يې چې هيڅ ضرورت نشته، چې يواځې اولس وځورول شي.

دغه راز يوبل قومي مشر حاجي خليل بيا وايي، چې له دې وړاندې هم په ياده ولسوالۍ کې درې واره عمليات شوي، خو زياتوي چې هسې خلک بې کوره کړي او عمليات بيرته په نيمه کې پاتې شي.

هغه وايي: (تر اوسه پورې دلته هیڅ مخکې تګ نه دی شوی، هغه ساحې چې پخوا داعش سره وې اوس هم ورسره دي، دا سیمې ورنه نه نیول کېږي. زموږ غوښتنه داده چې عملیات کوي نو دا سیمه دې په بشپړه توګه له داعشيانو پاکه شي.”

د هسکې مينې ولسوال حاجي سازولي د خلکو ستونزې مني، خو وايي چې په دې برخه کې ولايتي اداره ګرمه ده، ځکه چې په خبره يې هر وار د داعش پر وړاندې پوځي عمليات نيمګړي پای ته رسوي.

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، چې د داعش پر ضد د عملياتو د درولو معنی دا نه ده، چې ګنې دغه ډله نه ځپل کېږي، بلکې په وينا يې چې امنیتي ځواکونه د منظم پلان له مخې عمليات پر مخ وړي.

تر دې وړاندې هم د ځايي اوسېدونکو له خولې داسې راپورونه ورکول شوي، چې ګنې د داعش پرضد په سيمه کې د عملياتو پر مهال حکومت پريکنده عمليات نه ترسره کوي او هغه سيمې چې له داعش وسله والو ونيول شي، ډير ژر بيرته پرېښودل کېږي.

سيمه ييز خلک وايي، چې ډیری وخت د هوايي بريدونو پر مهال ولسي وګړي او يا هم تشې غونډۍ په نښه شوي، چې له کبله يې لسګونه ولسي خلکو ته هم مرګ ژوبله رسېدلې ده.

دغه راز له يادې ولسوالۍ څخه د تېرو عملياتو پر مهال سلګونه کورنۍ نورو سيمو ته کډه شوي، چې تر دې دمه د حکومت له لوري ورسره هيڅ ډول مرستې نه دي شوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button