ملي امنیت شورا: د «سولې» لپاره «هیلې» رامنځته شوې؛ خو پر «جگړه» هم فکر کوو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۲): د گډ حکومت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د افغانستان او پاکستان لپاره د انگلستان د ځانگړي استازي سره په خبرو کې ویلي، چې د سولې لپاره مثبته روحیه رامنځته شوې او دوی سولې ته ورځ تر بلې نږدې کېږي.

د ملي امنیت شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دواړو لوریو په خپلو خبرو کې سولې ته هیله مندي ښودلې ده.

د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د انگلستان د شاهي دولت د لومړي وزیر له ځانگړي استازي اون جینکس سره په ناسته کې حنیف اتمر د ټرمپ نوې ستراتېژي د سیمې لپاره گټوره بللې ده.

دا لومړی ځل نه دی، چې افغان چارواکي له بهرنیو سره په ناستو کې سولې ته د نږدې خبرې کوي او داسې ښيي، چې گوندې څو ورځو کې به سوله وشي.

وسله‌والو طالبانو په بیا ـ بیا له افغان دولت سره د سولې خبرو څخه انکار کړی او ټینگار یې کړی، چې د جگړې د اصل لوري امریکا سره خبرې کوي؛ نه له افغان دولت سره.

د ملي امنیت شورا سولې ته د مثبتې روحیې خبره داسې مهال کوي، چې راتلونکې دوشنبه د عمان په پلازمېنه مسقط کې د امریکا، چین، پاکستان او افغان دولت استازي د سولې اړوند ناسته کوي.

طالبانو په دغه ناسته کې خپل گډون رد کړی او خپل استازي یې د دې ناستې ورتگ نه منعه کړي دي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي وو، چې دغه ډول ناستې یوازې د وخت ضایع ده او سولې لپاره هېڅ گام نه اخیستل کېږي.

امریکا د سولې ډنډوره داسې مهال غږوي، چې تېره سپټمبر میاشت کې یې پر افغانستان ۷۵۱ بمونه غورځولي وو، چې ډېر ولسي وگړي پکې شهیدان شوي وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button