
تبصره
د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر تېره ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې د تېرو کلونو په نسبت د حکومت مخالف وسله وال درې چنده زيات شوي دي چې په هېواد کې یې نا امني د تېر وخت په نسبت زياته کړې ده.
د اتمر خبره پر ځای ده چې هم د حکومت پر خلاف وسله وال زيات شوي دي او هم د حکومت پر خلاف د ولس کرکه زياته شوې ده. امکان لري د اتمر په خبره، درې چنده مخالفت په لس چند او سل چنده بدل شي؛ ځکه کوم حکومت چې پر خپل ولس بمبار کوي او دا بمبار په وار وار تکرارېږي، پر خلاف به یې کرکه زياتېږي، پر خلاف به یې د وسله والو صفونه پياوړي کېږي.
موجوده حکومت خپله د مخالفتونو او کرکې زمينه برابروي. هغه بله ورځ یې د کونړ ولايت د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل دره کې واده ته روان ولسي وګړي بمبارکړل چې تر شلو زيات یې ووژل او له همدې شمېرې زيات یې مرګوني ژوبل کړل. د حکومت پر خلاف چې کرکه او نفرت زياتېږي، همدا او دې ته ته ورته عوامل دي چې په هېواد کې د ناامنۍ کچه لوړوي او د حکومت د مخالفينو شمېر درې او څو چنده زياتوي.
د کونړ اوسېدونکې وايي، موږ نور له دې حکومته بېزاره يو چې هر کال او هره مياشت راباندې بې له کوم مخالف عمله بمبار کوي، که حکومت خپل دې عمل ته دوام ورکړي، موږ اړ يو چې له حکومت سره خپل پرېکون اعلان کړو.
دلته د حنيف اتمر او د کونړ د اوسېدونکو دواړو ويناوو ته په کتنه داسې برېښي چې نه به نور ملي امنيت په امن پاتې شي او نه به حکومت د حکومت په توګه پر ولس حکومت وکړي.
په يوه هېواد کې استخبارات، چې د حکومت د مخالفو وسله والو او خپلو ولسي وګړو ترمنځ توپير نه شي کولای، پر ولسي وګړو د بمبار غوښتنه کوي. دا ډول حکومت او نظام سره به هم مخالفت زياتېږي، هم به ترې ولسي وګړي کرکه کوي او هم به یې پر خلاف د مخالفينو شمېر څو چنده لوړېږي.
پر ولسي وګړو د بمبار پېښه يوازې په کونړ کې همدا اوسنۍ پېښه نه ده، بلکې درې کاله دمخه د ننګرهار ولايت په هسکه مېنه کې د واده په مراسمو هم بمبار وشو، همد ا ډول د ولس پر جنازو هم دې حکومت بمبار وکړ چې هر کال په هر ولايت کې دا ډول پېښه تکرارېږي.
له یوې خوا پر حکومت د ولس بې باوري او له بلې خوا په حکومت کې دننه اختلافات، چې د بلخ والي د وياند له وژلو وروسته نور هم زيات شول، د حکومت پر خلاف به مخالفتونه دومره زيات شي چې يو وزارت به بل وزارت ته په کمين کې ناست وي، يو ګوند به د بل ګوند د غړیو د له منځه وړلو پلانونه جوړوي او يو وکيل به د بل وکيل پر وړاندې د اوبو د بوتل پر ځای ټوپک ته لاس کوي؛ بالاخره به د حکومت پر خلاف د مخالفتونو موج دومره زيات شي چې له حکومت سره به د حل لياره نه وي.



