واشنګټن ټایمز: د امریکایانو هوایي بریدونه به څو برابره ډیر شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۲۳ فرید افغان)
امریکایي ورځپاڼې واشنګټن ټایمز د خپلې تیرې ورځې په ګڼه کې لیکلي چې امریکایان غواړي خپلو هوایي بریدونه لا ډیر کړي ترڅو پدې توګه د طالبانو د فعالیتونو مخه ونیسي.
ورځپاڼې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال نېکولسن له قوله خبر ورکړی، چې په افغانستان کې به د وسله والو ډلو پر وړاندې د امریکا د هوايي بریدونو یوه لویه څپه پیل شي.
ټایمز ورځپاڼه لیکي چې امریکا یواځې د روان مېلادي کال په اوږدو کې پر طالب وسلوالو له ۳ زرو ډير بمونه او نور چاودېدونکي مواد پر افغان خاوره کې کارولي.
امریکایي چارواکي داسې مهال د بمباریو د زیاتوالي خبر ورکوي چې اوس هم د دوی په ړندو بمباریو کې روزانه لسګونه ملکي وګړي او دحکومت اړوند نظامي کسان وژل کیږي چې تر اوسه یې نه افغان حکومت او نه هم بهرنیانو پر وړاندې کوم عکس العمل ښوودلی.
د چارو څارونکي وايي چې د امریکايي ځواکونو له لوري د هوايي بریدنو ډېرېدا امنیت نه شي ټینګولی، بلکې له امله به یې امنیت نور هم خراب او د ملکي تلفاتو کچه به نوره هم لوړه شوې، چې دا کار کولای شي د ولس او حکومت ترمنځ فاصله نوره هم زیاته کړي او ښایي افغان ولس یوځل بیا دتیر انقلاب په څیر د بهرنیانو او حکومت پرضد ملي پاڅون ته وهڅول شي.



