د اروزګان والي: له بهرنیوځواکونو مو غوښتي چې پدې ولایت کې پوځي اډه جوړه کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۳ فریدافغان)

د ارزګان والي محمدنذیر خروټي رسنیو ته ویلي چې له بهرنیو ځواکونو یې غوښتي چې د افغان ځواکونو د نظم او نسق، هغوی ته د مشورې ورکولو او د هغوی د قوماندې لپاره یوځل بیا دې ولایت ته ورشي چې په وینا یې بهرنیانو هم ورسره منلې ده اوښایي په لنډه موده کې سلګونه بهرني ځواکونه ارزګان ته د دایمي اډې د جوړولو پخاطر ورشي.

بلخوا د ارزګان د ولایتي شورا د بهرنیانو راتګ ته په ښه سترګه نه ګوري او هغه د نا امنیو د زیاتولو یوه بهانه بولي.
د یادې شورا یوه غړي محمد کریم کریمي رسنیو ته ویلي چې، بهرني ځواکونه نه غواړي چې جګړه ختمه شي ځکه نو په وینا يې چې د هغوی راتګ به حالت لا نور ترینګلی کړي. نوموړی وايي: بهرنیان به جګړه لانوره ګرمه کړي، د دوی راتګ زموږ لپاره خیر نه بلکې شر دی”

تر اوسه نه افغان چارواکو او نه هم د ایساف دفتر ویلي چې څومره سرتیري به دې ولایت ته واستوي او نه یې هم د ځواکونو د استولو دقیقه نیټه ښوودلې.
شنونکي پدې باور دي چې امریکایان غواړي افغان جګړه نوره هم اوږده او پیچلې کړي او زیاتوي چې پر افغان چارواکو فشار دی چې هغوی ته ستراتیژیکې اډې ورکړي ترڅو خپلې دایمي پوځي اډې پکې ولري ترڅو د سیمې له هیوادونو په ځانګړي ډول له روسیې او چین څخه امریکا ته د ورپیښو ګواښونو نږدې څارنه وکړي او ورسره د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره دایمي حضور ولري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button