هرات: چشت شریف کې د یوې کورنۍ درې غړي نامعلومه وسله‌والو وژلي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۳): د هرات د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي‌زاده وايي، تېره شپه د چشت شریف په ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله‌والو د یوې کورنۍ درې غړي پر ډزو وژلي دي.

د ولي‌زاده په خبره، پېښه د چشت شریف ولسوالۍ د «ده زیر» په کلي کې د سیدحلیم په کور کې شوې ده.

دی وايي، ناپېژاند وسله‌وال د شپې په تیاره کې د سید حلیم کور ته ننوتي او د سیدحلیم په گډون یې د نوموړي ۱۶ کلن زوی او ۲۰ کلنه لور پر ډزو وژلي دي.

د هرات ځايي پولیسو د تېر په څېر ویلي، چې د پېښې په اړه پلټنه کوي او مسوول کسان به ونیسي.

تراوسه د پېښې علت په ډاگه شوی نه دی، خو د دولت تر واک لاندې سیمو کې داسې پېښې ورځ تربلې ډېریږي؛ خو امنیتي چارواکي یې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

هرات د هېواد په لویدیځ کې پروت دی، چې د ایران سره گډه پوله لري او ځینې ولسوالۍ او سیمې یې د طالبانو تر ولکې لاندې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button