
جوهر او مظهر
محمد نبي الدین
يو هوښيار سړی پر يوه مجلس تېرېدی، ناستو خلګو ته يې وويل: په تاسو کي څوک فقيه دی!!؟
هغوی يوه کس ته اشاره وکړل
ده ورته وويل: څنګه خوراک کوې؟
ده ورته وويل:
-د الله نوم پر يادوم
-په راسته لاس يې خورم
-له خپل لوري څخه خوراک کوم
-کوچنی ګولې کوم
-ښه يې ژويم.
بيا يې ورته وويل: څنګه بيدېږې؟
ده ورته وويل:
-اودس کوم
-پر راسته اړخ بيدېږم
-د خوب اذکار او اوراد وايم.
ده ورته وويل: ته نه د خوراک په طريقه پوهېږې او نه د خوب!
سړي په حيرانتيا سره ور وکتل!!!
نو څنګه خوراک وکړم او څنګه بيده سم؟؟
ده ورته وويل:
د خوراک پر وخت بايد ستا نس ته حرام داخل نه سي.
د خوب پر وخت بايد ستا په زړه کي د چا سره حسد بغض نه وي پاته.
او بيا يې وويل: کوم شيان چي تا راته وويل، هغه د دې کارونو آداب دي او کوم شيان چي ما درته وويل، دا يې جوهر دی.
ډېری کسان په ظاهر جوړولو کي ډېره مبالغه کوي، خو اصل جوهر بيا نه پېژني.



