طالبانو کندهار او هرات کې ۵ پوستې نيولي- ۱۹ عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۳): وسله والو طالبانو د هرات ولايت په شنډډ او د کندهار ولايت په ميوند ولسواليو کې د دولتي ځواکونو په پوستو بريدونه کړي، چې په ترڅ کې ۱۹ عسکر وژل شوي او پنځه پوستې د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

طالبانو رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې تېره شپه يې د شنډنډ ولسوالۍ مربوط د دامان په سیمه کې له سنګوري اربکيانو درې پوستې نيولي او پکې ميشت ۷ عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د هرات د جګړې په اړه تر اوسه چارواکو څه نه دي ويلي.

دغه راز طالبانو د تيرې شپې په جګړو کې د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې هم د دوو پوستو د نیولو خبر ورکړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د يادې ولسوالۍ اړوند د سره بغل او د مندوزو په پوستو يې درنه جګړه کړې، چې په پايله کې د دوی لاسته ورغلې دي.

طالبان وايي، د ميوند او شنډنډ په بيګانۍ جګړو کې ۱۹ عسکر وژل شوي او ۱۶ ميله سپکې او درنې وسلې، د شپې دوربينونه، په زياته اندازه پوځي توکي او مهمات يې نيول شوي دي.

په کندهار کې يوې سيمه ييزې امنيتي سرچينې د طالبانو له لوري د دوو پوستو د نيولو د تائيد ترڅنګ ويلي، چې په دغه بریدونو کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو په اړه يې نور معلومات نه دي ورکړي.

طالبانو يواځې د درې تنو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button