چاودنو کې ۴ پاکستاني پوځيان وژل شوي ۳ ټپيان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۳): د پاکستان کرمه ايجنسۍ کې پر پاکستاني مليشه ځواک چاودنې شوي، چې د يو افسر په ګډون پکې څلور پوځيان وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.

سيمه ييزو چارواکو ويلي، چې د کرمې ايجنسۍ په خرلاڅۍ سیمه کې پر مليشه ځواک درې پرله پسې چاودنې وشوې، چې په پايله کې يې ځواکونو ته ياده مرګ ژوبله واړوله.

چارواکي وايي، کله چې لومړۍ چاودنې دوه پوځيان ووژل او يو ټپي شو، نور پوځيان سيمې ته ولاړل په هغوی هم چاودنه وشوه، يو پوځي ټپي شو. تر دوو چاودنو وروسته نور سرتيري سيمې ته ورغلي په هغوی هم چاودنه شوې، چې په ترڅ کې يې يو افسر او دوه نور پوځيان ووژل.

د پاکستان پوځ مطبوعاتي دفتر په کرمه ايجنسۍ کې د څلورو پوځيانو وژل کېدل تائيد کړي.

د پوځ له لوري په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ځواکونه په سیمه کې د هغو کسانو په لټون پسې بوخت و، چاچې د کاناډايي او امريکايي جوړې د ساتلو لپاره سهولتونه برابر کړي و.

دوی زياتوي، چې په سيمه کې عمليات دوام لري، خو تر دې دمه يې د چا د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button