سعودي کې اورلگیدنې ۱۳تنو ته مرگ‌ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۳): د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې اورلگیدنې لس تنه وژلي او درې تنه یې ټپیان کړي دي.

د ریاض ملي دفاعي اداره وايي، اور د ریاض په یوه سوداگریزه سیمه کې لگیدلی او د اور وژنې ادارې اور وژلی دی.

د سعودي رسنیو په حواله، اور د ریاض شمال بدر سیمې د ترکاڼۍ په هټیو کې لگیدلی و.

تراوسه د مړو او ټپیانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

یاده دې وي، په سعودي عربستان کې ډېری بهرنیان کارونه کوي او کېدای شي وژل شوي هم بهرنیان وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button