افغان سوداګر: جلغوزي د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۳): افغان سوداګر وايي، پاکستان يې د مالونو پر مخ لارې تړلي، چې له کبله يې جلغوزي د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي.
په خوست کې د جلغوزيو افغان سوداګرو رسنيو ته ويلي، چې د ناڅرګند لامل پر بنسټ پاکستاني ځواکونه دوی ته جازه نه ورکوي، چې هغه هېواد ته خپل مالونه واړوي او پر چينايي سوداګرو يې وپلوري.
د جلغوزيو سوداګرو د اتحاديې مشر شهزاده ځدراڼ په وينا، چې پاکستان د انګور اډې لاره تړلې، د تورخم پر بندر يې محصول زيات کړی، چې له کبله يې په مالونو بار لارۍ ولاړې دي او نږدې ده چې ټول جلغوزي خراب شي.
هغه وايي: (په هر کيلوګرام جلغوزيو پاکستان له موږ نه د ۱۰۰ کلدارو غوښتنه کړې ده. اوس هر سړی دا وس نه لري چې په يوه سل کيلويي بورۍ لس زره کلدارې محصول ورکړي. زموږ موټر په انګور اډه او تورخم کې بار ولاړ دي.)
د دغه مارکيټ يو سوداګر بني زار خان وايي، چې سږ کال يې حاصلات ډېر دي خو که پاکستان ژر ورته لاره خلاصه نه کړي، جلغوزي یې د خرابېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.
نوموړي زياته کړه: (زموږ ولسمشر وايي چې لارې هر طرف ته خلاصې دي، خو زموږ پر مخ يوه لاره هم نه ده خلاصه. موږ ته بايد داسې لارې پيدا کړي چې موږ مستقيماً جلغوزي چين ته ورسوو.)
په عين حال کې د خوست د سوداګرۍ خونې رييس نواب اميرزي پر دولت نيوکه وکړه چې نه يواځې د جلغوزو، بلکې د نورو تازه او وچو مېوو لپاره د نړيوال مارکېټ په موندلو کې هم پاتې راغلی دی.
د ورکړل شويو مالوماتو له مخې تېر کال د خوست د جلغوزيو له مارکېټ څخه د ۷۷ ميليونو ډالرو په قيمت ۳۵۰۰ ټنه جلغوزي د پکتيکا د انګور اډې له لارې پاکستان او بيا چين ته صادر شوي وو.
دوی وايي، تېر کال يو ټن جلغوزي په ۲۲ زره ډالر پلورل کېدل خو سږ کال چې لارې تړل شوي تر اوسه يې مالوم نرخ نه دی ټاکل شوی.



