دوی وویل؛ موږ پرې باور وکړو؟/ خالد روان

د پنځو کلونو بند وروسته امریکايي او کاناډايي جوړې خوشې شوې؛ خو د خوشې کېدو وروسته یې داسې خبرې وکړې، چې هېڅ تمه ترې نه کېده.
د سرخط بدنامې ورځپاڼې لومړی خبر ورکړ، چې گوندې طالبانو په خوشي شویو ژورنالیستانو جنسي تېری کړی او یوه لور یې وروژلې ده.
جوشوا کاناډايي چې د طالبانو له منگولو خلاص شو، کاناډا ته له رسېدو سم یې خبریالانو ته وویل، چې په مېرمن کولمن یې طالبانو څو ځلې جنسي تېری کړی او یوه ماشومامه یې وروژلې ده.
دا لومړی ځل نه دی، چې لویدیځوال د طالبانو د بدنامۍ لپاره داسې ډنډورې غږوي؛ خو افسوس د هغوی خلکو پر حال دی، چې په داسې بې گټو خبرو باور کوي او شخوند پرې وهي.
طالبانو له دې وړاندې سلگونه بهرنیان نیولي او بېرته یې سهي سلامت سپارلي دي؛ خو دا لومړی ځل و، چې دغو دوه ژورنالیستانو پر طالبانو داسې تور ولگاوه.
ایوان ریډلي اوسنۍ مریم هم په ۲۰۰۱ز کال کې طالبانو نیولې وه؛ خو د خلاصون وروسته مسلمانه شوه او اوس په برېتانیه کې د مسلمانانو د ټولنې مشره ده.
برتانوۍ مریم د طالبانو له اسارت وروسته یو کتاب ولیکه«in the prison of taliban» چې د طالبانو ټولې کړنې یې پکې یادې کړې وې.
مریم لیکي، د بندیانو سره د طالبانو اخلاقي چلن ډېر لوړ و. دوی به چې ماسره خبرې کولې، نو خپلې سترگې به ټیټې کړې وې او دغه حالت راته د ځان سپکاوی ښکارېده؛ خو کله یې چې قران کریم مطالعه کړ، نو پوه شوه، چې دوی ولې ماته داسې راکتل.
کله چې طالبانو زه خوشې کړم او اسلام اباد ته راغلم؛ نو خبریالانو لومړۍ پوښتنه همدا کوله، چې طالبانو څو ځل جنسی تېری درباندې وکړ؟ خو کله یې چې زما منفي ځواب واورېده، نو ټول ناهیلي شول؛ ځکه د لویدیځ استخباراتو له ما څو ځلې وغوښتل، چې زه پر طالبانو تورونه ولگول؛ خو ما هر ځل انکار وکړ.
د لویدیځ استخباراتو دغه ارمان په جوشوا او کولمن پوره کړ او پر طالبانو یې تور ولگاوه، چې گوندې په مېرمن یې څو ځلې جنسي تېری شوی او یوه ماشومه یې هم وروژلې ده.
د عقل خاوندان باید پوه شي، چې دغه خبرې تشې پروپاگندې او طالبانو د بدنامولو یوه ناکامه هڅه ده؛ ځکه دغه خبرې باید خپله کولمن کړې وای، نه جوشوا؛ ځکه تېری پر ده نه بلکې په مېرمن یې شوی و.



