کندهار: طالبانو د معروف ولسوالۍ مرکز نیولی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۲۴ فرید افغان)

د کندهار امنیتي سرچینو رسنیو ته تائید کړې چې تیر ماښام طالب وسلوالو په یوه تهاجمي برید کې د دې ولسوالۍ مرکز نیولی او لا هم جګړه روانه ده.
سرچینو ویلي چې طالبانو یاده ولسوالۍ له تیرو څو ورځو راهیسې محاصره کړې وه چې تیر ماښام ۷ بجې یې پرې خپل بیرغ ځوړند کړ.
د سرچینې په خبره ماښام مهال چورلکو د ولسوالۍ له مرکز څخه د ګډوځواکونو مړي او ټپیان ولېږدول او په وینا یې چې پاتې ځواکونه د سالیسون په نوم سیمې ته شاتګ کړی او مرکز یې وسله والو طالبانو ته پرېيښي دی.
د کندهار سیمیزو چارواکو تر اوسه پورې رسما د دې خبر تائید ندی کړی.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي بیا تیره ورځ په یاده ولسوالۍ کې د دوو پوستو نیول منلي و.
دې ډلې پرون شپه د ولسوالۍ د دوو امنیتي پوستو خوګیاڼو او نیکو په نوم تر نیولو وروسته ۱۲ افغان عسکر وژلي او ۱۶ تنه یې ژوندي نیولي وو.
د یادولو ده چې تیره اونۍ هم طالبانو په یاده ولسوالۍ باندې مرګونی تهاجمي برید کړی و، چې پکې لسګونه افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته.
په همدې حال کې د کندهار چارواکو د غورک د ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی چې طالبان یې شاتګ ته اړ کړي.
خو سرچینې وایي چې په یاده ولسوالۍ کې لا هم طالبان خپل حاکمیت لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button