د کورني صنعت د پیاوړتیا په موخه صنعتکارانو ته تر ۳ کلنو مالیه معاف کیږي:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله۲۴ فریدافغان)

چارواکي وایي چې تر دې وروسته به د کورني تولید د پایښت او د بهرنیو او داخلي صنعتکارانو د هڅونې په موخه هغوی ته کلنۍ مالیې معاف کیږي.
چارواکي وایي غواړي د داخلي صنعت د لاپیاوړتیا په موخه نور کوټلي ګامونه هم اخلي او هڅه یې داده چې داخلي تولیدات ډیر او جوړوونکي یې لا خپلو کارونو ته وهڅوي.

چارواکي وایي چې د جمهور رئیس غني دیو ځانګړي فرمان له مخې د مالیې وزارت په قانون کې تغیر راوستی او د ولسي جرګې تر تصویب وروسته به د صنعتي برخې پانګوال د تولید له پيله تر درې کلونو پر عوایدو د شل سلنې او د صادراتو له ۴ سلنې مالیې معاف شي.
د مالیې وزارت دې کار ته خوشبیني ښیي او د بهرنیو پانګولو د لاهڅونې په موخه یې اغیزمن بولي.
د دې قانونه پر اساس به د هغو توکو صادرات هم درې کاله له محصول معاف وي چې په کور دننه تولید شوي وي.
د یادونې وړ ده چې افغان پانګوالو له دولتي چارواکو یو شکایت د عوایدو او مالیاتو د درې میاشتنې راپور او نغدي جریمه وه، خو اوس د جمهور رئیس غني په لارښونه دا موده یو کال ته وغځیده.
خصوصي سکتور د دې اقدام هرکلی کړی خو له حکومت یې غوښتي چې یاد حکم یواځې د کاغذ پرمخ پاتې نشي او باید د عمل په ډګر کې پلی شي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې هم له حکومت غوښتي چې یواځې ژمنې د دوی درد نشي دوا کولی او باید د قانون له تعدیل سره سم کړې ژمنه پوره شي.

یو شمیر افغان سوداګر او صنعتکاران بیا وایي چې لا هم د حکومت دې اقدام ته خوشبیني نلري او پر وینا یې چې ښایي حکومت به د موقتې مودې لپاره ورڅخه خپله تبلیغاتي او د خلکو د را جلبولو ګټه پورته کړي او نور به هسې تشې ژمنې د کاغذ پرمخ پاتې وي.

.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button