د مخابراتو د سرپرست وزیر دنده یوځل بیا د پراخ فساد له امله وځنډول شوه :

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۲۴ فرید افغان)
د افغانستان لویې څاروانوالۍ ویلي چې دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي د وزیر سید احمدشاه سادات دنده یې د پراخ مالي فساد له امله وځنډوله.
څارنوالۍ ویلي چې سادات اوس د تحقیق لپاره ورغوښتل شوی ترڅو د شوې مالي درغلۍ په اړه سپیناوی وکړي.
د مخابراتو د وزیر دنده داسې مهال ځنډول کیږي چې څو ورځې وړاندې ولسي جرګې د تلیفوني شبکو له کاروونکو څخه د ۱۰ سلنې مالیې اخیستلو قانون د شوې پراخې مالي درغلۍ له امله لغوه کړ.
دا لمړی ځل ندی چې سادات د میلونونو دالرو په درغلۍ تورنیږي بلکه نوموړی څوکاله وړاندې هم کله چې نوموړی د کابل ښاروالۍمعین و د پراخ فساد دوسیه لرله او د غیرقانونی ښارګوټو د مالکینو سره یي د ناقانونه کړنو په سبب ملیونونو افغانۍ وهلې وې، چې بیا د دندې له ځنډولو وروسته توقیف او تر لنډې مودې وروسته خوشی شو.
داچې د ګډحکومت ادارې ولې په دومره ستر فساد کې ښکیل کس په دومره مهم پوسټ ګمارلی د دې وزارت ویاند وایي چې دوی ته د نوموړي د درغلیو په اړه کوم مکتوب ندی رسیدلی او په هکله یې د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.
سید احمدشا سادات د مخابراتو په برخه کې لوړې زدکړې کړې او د ګډحکومت د واکونو د ویش له مخې نوموړی د جمهور رئیس غني له لوري د مخابراتو د سرپرست وزیر په حیث دنده ترسره کوي
د ترسرشویو څیړنو د معلوماتو پر بنسټ د مخابراتي شرکتونو له مشتریانو څخه د ۱۰ سلنې اخیستل شوې مالیې سلګونه میلون ډالر شخصي جیبونو ته تللي چې لا یې هم په هکله معلومات نشته چې د پړې ګوته اوس د دې وزارت وزیر ته نیول کیږي ځکه نوموړی په تیر کې هم په پراخ فساد کې تورن بلل شوی و.



