ننګرهار: د ګډو ځواکونو په عملياتو کې ۸ ولسي وګړي وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۴): د ننګرهار ولايت په پچير اګام ولسوالۍ کې افغان او امريکايي ځواکونو ګډ عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې ۸ ولسي وګړي وژل شوي دي.

پېښه د يادې ولسوالۍ د پاس صبر په سيمه کې رامنځته شوې ده.

ځايي اوسېدونکي وايي، ګډو ځواکونو د عامو خلکو په کورونو چاپه واچوله او د يوې کورنۍ درې کسان، يو پلار دوه ځامن، د بل کور يو پلار يو ځوی او درې کسان يې له جلا کورونو راوويستل او په ډزو سره يې شهيدان کړل.

ځينو سرچينو د لسو عامو خلکو د شهيدانولو خبر ورکړی دی.

تر اوسه پورې د دغه ولايت امنيتي مسئولينو او په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د افغانستان په اړه د امريکا د نوې تګلارې له اعلان وروسته په هېواد کې د ګډو ځواکونو هوايي بريدونه او شپني عمليات زيات شوي، چې تر ډېره يې قربانيان ولسي وګړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button