د ننگرهار له محبس څخه ۶۰ تنه بندیان ازاد شول

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۲۴): د ننگرهار له مرکزي محبس څخه شپېته تنه بندیان چې د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي وو، ازاد شول.
د ننگرهار استیناف څارنوال خالد احمد اوریا وویل، له مرکزي زندان څخه شپېته تنه ازاد شول او د لسو بندیانو د بند په موده کې کموالی راغی.
د اوریا په خبره، دغه بندیان د ولسمشر غني د فرمان له مخې ازاد شوي، چې د ازادۍ د ورځې په مناسبت یې خپور کړی وو.
اوسمهال د ننگرهار په مرکزي محبس کې ۱۷۱۹ تنه بندیان د بند شپې ورځې تېروي، چې د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي.
د ننگرهار عمومي محبس مدير سمونوال عبدالولي حصارک وايي، په محبس کې یې د تفرېح، زده کړو او کار لپاره مناسب ځایونه جوړ کړي او بندیانو ته حرفوي زده کړې هم ورکوي.
د ننگرهار په مرکزي محبس کې اوسمهال ۴۲ مېرمنې هم بندیانې دي.



