عراق: کرکوک کې د حکومتي او کردي ځواکونو تر منځ نښتې روانې دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۴): د ورکړل شويو راپورونو پر بنسټ د عراق حکومت په کرکوک کې د تيلو او پوځي اډو د نيولو عمليات پيل کړل، چې په ترڅ کې يې د عراقي او کردي پيشمرګه ځواکونو تر منځ نښتې هم شوي دي.
د عراق په شمال کې د کوردانو د فدرالي ادارې امنيتي اژانس، په کرکوک کې د عراقي ځواکونو له لوري د عملياتو د پيلولو خبر ورکړی او زياته کړې يې ده، چې د کرکوک په سويل کې عراقي او حشد شابي ځواکونو په ګډه د (تازه خورماتو) له سيمې د کرکوک پر لور د عملياتو په موخه حرکت کړی دی.
د عراق لومړي وزير حيدرالعبادي، امنیتي ځواکونو ته د ټولو قومونو د امنيت د خوندي ساتلو امر کړی.
عراقي حکومت غواړي، په کرکوک کې له کردي پيشمرګه ځواکونو د تيلو زخيرې او د پوځي اډو کنترول خپل کړي.
د کردانو مشر مسعود بارزاني خپلو ځواکونو ته امر کړی چې له ځانه د دفاع لپاره دې هر ډول اقدام تر سره کړي.
په عين حال کې د عراقي او پيشمرګه ځواکونو تر منځ د نښتو راپورونه هم ورکول شوي دي.
د کردي پيشمرګه ځواکونو يوه قوماندان سالار تيمور رسنيو ته ويلي، چې عراقي او حشد شابي ځواکونو په ګډه د دوی پر پوځي مرکزونو بريدونه کړي، چې په پايله کې يې نښتې رامنځته شوي دي.
د کوردانو د فدرالي ادارې د مشر مسعود بارزاني سلاکار هيمين هاورامي ويلي، په دې نښتو کې پيشمرګه کردي مليشو د حشد شابي ځواکونو څلور زغره وال موټر سوځولي او کرکوک ته يې د حکومتي ځواکونو د پرمختګ مخه نيولې.
د کرکوک والي چې د مرکزي حکومت له خوا له دندې ګوښه شوی ويلي، چې هيڅکله به کرکوک حکومت ته تسليم نه کړي اود دغه ولايت له اوسېدونکو يې غوښتي چې عراقي ځواکونو سره د مقاومت او جګړې په موخه لارو او کوڅو ته راوځي.
تر اوسه په دغه نښتو کې د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.
کرکوک شاوخوا درې کاله وړاندې کردي پيشمرګه ځواکونو له داعش وسله والې ډلې څخه ونيو او اوس عراقي حکومت غواړي چې په دغه ولايت کې د تيلو په څاګانو، هوايي ډګر او پر لويو پوځي اډو خپله ولکه ټينګه کړي.
په کردستان کې څه موده مخکې د ازادۍ ټولپوښتنه وشوه، چې ډيری کردانو خپلواکۍ ته رايه ورکړه او د عراقي حکومت سربيره ځينو ګاونډي هېوادونو ايران، ترکيې او سوريې يې هم مخالفت وکړ.



